افغانستان

هلمند کې بهرنیان ځکمني ذخایر لوټي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): هلمند کې بهرني پوځيان د ذخایرو په لوټ بوخت دی او له معدونونو سره نږدې يې خپل پوځي مرکزونه جوړ کړي دي.

سپوتنیک د هلمندي سناتور هاشم خان الکوزي په حواله وايي، د دې دعوې لپاره ګڼ شواهد او اسناد په لاس کې لري.

هغه د هلمند په خانشين کې یو کان یاد کړی چې بهرنيان يې له څنګ سره مېشت دي او په وینا يې شپه ورځ د دې کان په لوټلو بوخت دي.

هغه طالبان او ځينې ولسي وګړي هم یاد کړي چې په ناقانونه ډول کانونه لوټي او حکومت يې د پوښتلو جرئت نه شي کولی.

تر دې وړاندې هم ځينو لوېدیځو رسنیو په ډاګه کړې وه، چې په روان میلادي کال کې د ډونالډ ټرمپ سترګې د افغانستان پرکانونو نښتې دي.

هغه د خپلو هیلو د لیست په سر کې د افغانستان کانونه یاد کړي دي، چې د روانې جګړې ملاماتوونکی اقتصادي فشار پرې یو څه کم کړي.

یاده دې وي د بګرام پوځي اډې په ګډون په نږدې ټولو هوايي ډګرونو کې د بهرنیانو الوتکې بې اجازې تګ راتګ کوي او افغان دولت يې د پوښتلو او پلټلو واک نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x