guantnamo

اوسپنېزه کلا؛ د ګوانتنامو زندان مات شو

الله اکبر ولله الحمد! د طالبانو پنځه لوړ پوړي مشران د ګوانتانامو زندان څخه د تبادلي په صورت کې آزاد شول ، ملا محمد فاضل مظلوم ، مولوي نورالله نوري ، ملا خیرالله خیرخواه ، ملا عبدالحق وثیق  او مولوي محمد نبي عمري د څه باندې یوې لسیزې بند وروسته شنبه ۳۱ د مي ۲۰۱۴ د ګوانتانامو د زندان څخه آزاد او د ګوانتانامو دروازې یې پر مخ خلاصې شوې. اګر که د بندیانو آزادیدل په خپل ذات کې ډېره لویه خوشحالي ده او هغه چې د کفارو له منګولو څخه وي؛ نو بیا خو هم خوشحالي او هم کامیابي ده؛ خو زه دلته دغه موضوع د یو بلې زاویې څخه بیانول غواړم .

د تیرو دولسو کلنو په جریان کې د طالبانو په زرګونو کسان بندیان شوي او را خلاص شوي ، الله تعالی دې نور پاتي ټول بندیان هم په خیر او عافیت د زندانونو څخه آزاد کړي ، دغه د بندیانو تبادله چې د امریکا د حکومت او طالبانو تر منځ وشوه او په نتیجه کې یې یو امریکایي عسکر د طالبانو له بند او پنځه تنه طالب مشران د ګوانتانامو زندان څخه آزاد شول دا د بندیانو تبادله نه؛ بلکه دا په اصل کې د ګوانتانامو زندان ماتیدل ؤ، چی په اول قدم کې د بندیانو له جملې څخه دغه پنځه نخبه ګان را ووتل او ان شاءالله د دې په تعقیب سره به ټول افغاني او غیر افغاني بندیان راوزي.

هغه ګوانتانامو چې امریکایي یرغلګرو د طالبانو او هر هغه مسلمان چي د امریکا د ظلم، تجاوز او بربریت په مقابل کې آواز پورته کاوه لپاره یې یو پنجره نما قبر ګرځولی و ، د ټولو بشري او انساني اصولو خلاف پکې نه تنها بې ګناه انسانان ساتل کیدل؛ بلکه بدترین شکنجه کیدل ، هغه زندان چې امریکایانو د مسلمان اذهانو د ډار او رعب په مقصد د تبلیغاتي آلې او روحي فشار په توګه استفاده ترې کوله، نن هغه زندان د مجاهدینو په لاس مات شو او د امریکایانو د خواهش برخلاف یې خپل پنځه تنه مشران ترې را وایستل او د نورو مظلومو بندیانو د را وتلو لپاره یې هم لار هواره کړه .

دا یوه تاریخي او عبرتناکه صحنه وه، چې الله پاک افغانانو ته پداسې حال کې ور وښوده، چې موږ د هغه ټولو واقعاتو ژوندي شاهدان یو، چې څنګه امریکایي اشغالګرانو او د هغوی مزدورانو دغه طالبان ونیول او د دوی څخه د مرګ لپاره خدای په اماني واخستل شوه او د هغه جزیرې په لور روان کړل شول، چې د هغه ځای څخه بازګشت د چا په تصور کې هم نه راتلو، هغه هم د برلاسي په صورت کې ؛ خو بې له شکه چی دا د الله په نصرت د مجاهدینو قرباني او سرښېندني وې، چی نن یې امریکا دې حالت ته راوسته، چې د خپل بندي د را خلاصولو لپاره طالبانو سره تبادلې ته هم غاړه کېږدي او د طالبانو هغه پنځه تنه مشران خوشي کړي، چی دوی یې په سابقه باندې هم خبر دي او د آینده لپاره یې هم ځانته خطر بولي .

زه دغه تبادله یوه تاریخي معامله بولم، چې د طالبانو په قوت ،وفاداري او استقلال باندی دلالت کوي .

زه د دې ستري کامیابي مبارکي ټولو مسلمانانو ، په ځانګړې ډول د اسلامي امارت مجاهدینو، سیاسي دفتر او امیرالمؤمنین ته وایم ، دا ستاسي د قربانیو برکت دی، چی موږ د داسې ستري خوشحالي لمانځنه کوو . دغه ستره فتحه او کامیابي موږ د خیبر د عملیاتو په لړ کي وینو، يقيناً چې خیبر موږ ته د همداسې سترو فتوحاتو درس راکوي ، د هجرت په اووم کال هم مسلمانانو د خیبر په غزا کې د یهودانو همداسې ستری مضبوطي کلاوې ماتې او فتح کړې او اوس هم د خیبر د عملیاتو په کال د کافرانو هغه اوسپنیزه کلا د ګوانتانامو زندان مات شو ، چې د ډیرو په نزد ناقابل تسخیر ګڼل کېده او ان شاءالله چې دغه لړۍ به دوام کوي او د اشغالګرو باقي مانده کلاګانې او بېسونه به هم د الله په نصرت همداسې ماتېږي.
په پای کی زه د هغه ګمنامه مجاهدینو قربانیو ته سلام وړاندې کوم، چې د دې امریکایي عسکر په نیولو ، ساتلو او تبادله کولو کي یې ونډه درلوده که شهیدان شوي وي او که ژوندي وي دا دوی قرباني وه، چی د ګوانتانامو زندان مات ، بندیان آزاد او د مسلمانانو غمجن زړونه یی خوشحاله کړل.

توره لیکل کوي، د ابو حدیر کالم ، نن ټکی آسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.