د نن سرلیکنه

غني ولي د ولس وژنې، ناموس تښتونې او فساد په مخنیوي کې بیوسه دی؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

له تیرو دریو ورځو راهیسي د غزني ولایت معترضینو د کابل ـ کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې او په زرګونو مسافرین د یاد ولایت د موشکي سیمې په دښته کې له خپلو موټرونو سره د لارې په اوږدو کې بند پاتي دي.

د غزني ولایت خلګو وروسته تر هغه د کابل کندهار د لویې لارې په تړلو لاس پوري کړ چې یو شمیر دولتي توپک والو د یاد ولایت د قره باغ ولسوالۍ په شیر اباد سیمه کې د ولسي خلګو پر کورونو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې دری تنه شهیدان ، دوه تنه ټپیان او دوه نور له ځان سره ژوندي بوتلل.

د سیمې خلګو خپل شهیدان او ټپیان د غزني مرکز ولایت ته له ځان سره یوړل ، خو نه د غزني والي او نه هم د هغه امنیه قومندان د وژل شویو د کورنیو خبره واوریده او نه یې هم د هغوی د ستونزې په هواري کې اقدام وکړ هماغه و چې ولسی خلګو د والي او امنیه قومندان په خلاف په مظاهرو لاس پوري کړ چې نن تر دریمې ورځې پوري دوام لري او ګواښ یې کړی چې که یې خبره وانه وریدل شي نو د غزني ـ پکتیکا لاره به هم وتړي.

د غزني ولایت چارواکي تر اوسه نه دي توانیدلي د معترضینو د مشروعو غوښتنو په اوریدلو او پوره کولو سره د کابل ـ غزني لاري د بندولو ستونزه حل کړي.

په غزني کې د حکومت خلاف د ولسی مظاهرو ترڅنګ په خوست کې هم ولسی خلګو د امریکا ـ افغان ګډو ځوکونو د هغو عملیاتو خلاف لاریون وکړ چې د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې یې د ښځو په شمول څلور ولسي وګړي وژلي دي.

د خوست معترضینو هم د امریکایانو او د هغوي افغان ملاتړو په لاس د وژل شویو شهیدانو جسدونه د اعتراض په ډول د خوست ولایت مقام ته راوړي خو د خوست والي یې په مقابل کې د هیڅ کولو توان نه لري.

د امریکایانو او دولتي ځواکونو په لاس د ولسي خلګو د عام وژنې پیښو تر څنګ خبري رسنیو د ګډ حکومت د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي لخو په لوګر ولایت کې د يوه سړي د نکاح شوې مېرمنې د اختطاف کولو رپوټ هم ورکړی دی.

د رسنیو د خبر له مخې د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي او مدني فعال انجينر فريدون ادعاء کړې چې د مشرانو جرګې دوهم مرستيال اصف صديقي د ده مېرمن د نوموړې له یوې څلور کلنې لور سره اختطاف کړې ده.

د قتل او اختطاف ترڅنګ د ګډ حکومت د غلا او اداري فساد فعالیتونه هم مخ په لوړه روان او تازه پیښه یې د خبري رسنیو په حواله د هرات ولایت د معلمینو په ښارګوټي کې د ۸۷ ملیونه افغانیو اختلاس دی چې د یاد ولایت د لوړ پوړو دولتي چارواکو لخوا تر سره شوی دی.

په داسې حال کې چې د ارګ چارواکي په شمال کې د بلخ له هغو سره د واک ویشلو په لانجو بوخت دي د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د امریکايي او دولتي ځواکونو لخوا د ولسي خلګو د عام وژنې او دولتي زور واکو لخوا د هغوي د شتمنیو د غلا کولو لړۍ په تُندي روانه ده .

اشرف غني ته د ګډ حکومت د مشر په توګه امریکايي ګټې تر هرڅه مهم او یواځې د هغو تحفظ د خپل ځان او دولت اساسي دنده بولي ، همدا لامل دی چې تر واکمنۍ لاندې یې د افغان ولس د اسلامي او افغاني ارزښتونو تر پښو لاندې کیدل دغسي په بي پروايي سره دوام لري..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Because, Jamiat and Northern alliance and corrupt warlords do not want to loose their power and gains.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx