fbpx

واشنګټن پوسټ: ايا ټرمپ خپل عقلي توازن له لاسه ورکړی؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې ليکلي، چې امریکايي ولس لپاره دا حيرانوونکې خبره نه ده، چې ولسمشر يې بې عقل او غیر متوازن انسان دی او په ځانګړې توګه د ټرمپ د عقلي ستونزې په اړه خو د سپينې ماڼۍ چارواکي هم په خپلو کې يو بل ته خبرې کوي.

امریکايي ليکوال فيليپ بومب واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې داسې يو سړي ته به څنګه څوک عاقل ووايي، چې خلکو ته ګواښ کوي، چې «د اټوم تڼۍ مې په لاس کې ده او هر وخت يې درباندې کارولی شم.»

مقاله کې راغلي، چې ټرمپ له دوو املونو د خپلو راتلونکو هوډونو په اړه څرګندونې نه کوي: يو دا چې خپل شخصيت نور هم له لاسه ور نکړي او بله دا چې کېدای شي دی د خپل پلان په اړه بدلون ته اړ شي.

د ليکوال په باور ولسمشر ټرمپ تل په خپلو کارونو او شخصيت فخر کوي، په داسې حال کې، چې دغه ډول کارونه خلک ناسم او مشکوک بولي او همدارنګه ولسمشر خپل بهرني سياست هم په ناندريو پيل کړی دی.

د واشنګټن پوسټ په وينا د ټرمپ کړنې د هغه د ناقدينو لپاره خام مواد دي، دی داسې کارونه کوي، چې له يوه ولسمشر او نارمل انسان سره نه دي مناسب.

ورځپاڼه زياتوي، چې د وروستيو سروې ګانو له مخې په سلو اويا کسانو د ټرمپ روغتيايي توازن ناسم بللی او د جمهوري پلوو ډېری غړو هم په دې سروې د ټرمپ عقل توازن ناسم بللی دی.

د روان کال په جنوري مياشت کې چې ټرمپ د خپل ذهني توازن څخه دفاع وکړه، د سروې مسؤولينو يو ځل بيا ټولپوښتنه وکړه، چې ايا امريکايي ولس د ټرمپ د خبرې تاييد کوي او که نه.

په دغه ټولپوښتنه کې هم له پنځوس سلنه زياتو امریکايانو ټرمپ له ذهني پلوه ناروغ بللی دی، خو يو شمېر جهوري پلوه يې نابغه بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د