افغانستان

فیفا: حکومت د ټاکنو په کمېسیون کې لاسوهنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، حکومت د ټاکنو په کمېسیون کې لاسوهنه کوي او د تېر په پرتله یې په دغه کمېسیون کې لاسوهنه ډېره کړې ده.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم اصغري نن په کابل کې خبري ناسته کې پر حکومت نیوکه وکړه، چې د ټاکنو په کمېسیون کې لاسوهنه کوي او د دغه کمېسیون چارې یې ټکنۍ کړي دي.

اصغري وویل، د ټاکنو په کمېسیون کې د طرحو نه پلي کول، د حکومت لاسوهنه، د ټاکنو ځنډول او یو شمېر نور لاملونه د سیاسي جریانونو د غوصې سبب ګرځېدلي دي.

ده د ټاکنو له کمېسیون نه وغوښتل، چې حکومت ته دې لاسوهنې زمینه نه برابروي او راتلونکې ټاکنې دې رڼې ترسره کړي.

د فیفا مشر وویل، که چېرې حکومت راتلونکې ټاکنې د ناامنۍ له وېرې وځنډوي؛ نو د دې ضمانت به څوک ورکړي، چې راتلونکي وخت کې به امنیت سم شي او ټاکنې به سمې ترسره شي.

د فیفا په وروستۍ ټولپوښتنه کې هم زیاتو خلکو ویلي وو، چې حکومت او د ولسي جرګې ځینې غړي د ټاکنو په کمېسیون کې لاسوهنه کوي او سر له اوسه خپل نږدې کسان په دغه کمېسیون کې په دندو ګماري.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۷ل کال د چنګاښ په ۱۶ مه ترسره شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد له دې وړاندې ویلي وو، کېدای شي راتلونکې ټاکنې وځنډول شي؛ خو د ټاکنو د ترسره کولو نېټه یې نه ښوولې.

د عامو خلکو له لوري په ټاکنو اعتبار هغه وخت نور هم کم شو، چې درې کاله وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري د اوسني ملي یووالي حکومت بنسټ کېښود او حکومت یې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ پنځوس ـ پنځوس سلنه ووېشه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x