fbpx
Qinaat

د قناعت په اړه دلچسپه کیسه

یوه مزدور له خپل بادار سره په ډیر اخلاص کار کاوه او بادار یې ډیر ورنه خوشاله و، یوه ورځ کار ته رانغی بادار یې فکر وکړ چې مزدور ته یې معاش کم ښکاريږي ځکه ناغیړي کوي، سبا چې مزدور کار ته راغی او بادار یې ولید ورته ویې ویل: ستا معاش مي یو دينار درته زیات کړ . مزدور له “سمه ده” ویلو پرته نور هیڅ ونه ویل او په خپل کار بوخت و.

څو ورځې وروسته سړی بیا کارته رانغی، داځل یې بادار غوسه شو له ځانه سره یې کړه چې خوند یې در کړ سره ګورو به، بله ورځ مزدور راغی بادار یې ورته وویل: ستا یو دینار مي بیرته کم کړ، مزدور یې هیڅ ونه ویل، څه وخت وروسته بادار ور وغوښت او ورته ویې ویل: چې معاش مي در زیات کړ هیڅ دي وه نه ویل او چې کم مي کړ هم دي هیڅ وه نه ویل؟

ده ورته وویل: په اوله ورځ چې کار ته رانغلم په هغه ورځ مي زوی پیدا شوی و نو دمعاش زیاتیدل مي د الله له لوري د هغه روزي وبلله، او په دویمه ورځ ځکه رانغلم چې مور مي وفات شوې وه او تا چې معاش راته کم کړ ماويل چې د مور روزي مي له هغې سره ولاړه.

دې ته قناعت او د الله په ورکړه رضا وایې، د انسان روزي له اسمانه راښکته کیږي انسان باید د روزي کمښت او زیاتوالی د الله له لوري وبولي او په هغه قناعت وکړي او دا ستونزه د انسان له لاسه ونه بولي کنه په ژوند کې به ډیر ستړی او له ګڼ شمیر ستونزو او شخړو سره به مخامخ شي. د بیلګې په توګه زموږ د دکان څنګ ته که څوک دکان خلاص کړي نو فکر کوو زموږ روزي یې را کړمه کړه دا فکر د قناعت خلاف ده. او دا کار موږ ته له فکري ګډوډي سره ټولنيزي ستونزې هم پیدا کوي.

لیکوال: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د