نظــر

طالبان او وروستۍ ديپلوماتیکې سوبې- ظریف افغان

طالبان په سویلي افغانستان کې په ۱۹۹۴م کال کې د یوې نظامې ډلې په توګه راپورته شول، چې د واکمن نظام د مظالمو پر وړاندې ولس د دوی ملاتړ وکړ. طالبان بیا په ۱۹۹۶م کې واک ته هم ورسېدل او تر ۲۰۰۱م کال یې پر افغانستان واکمني وکړه. پاکستان، سعودي او متحده عربي امارتو د طالبانو حکومت (د افغانستان اسلامي امارت) په رسمیت پېژندلی و. خو بیا هم طالبان نړۍ (امریکا او اروپا) د یوې جنګي ډلې په توګه پېژندل. کله چې پر ۲۰۰۱م د امریکا په مشرۍ ناټو پر افغانستان حمله وکړه، له هغې راهیسې خو بېخي طالبان جنګي ډله بلل کېدل. د طالبانو پر وړاندې د امریکا سیاست د وژنې، نیونې، ځورونې، کړونې او ورکونې پر محورونو څرخېده. په دغه وحشت کې بیا د امریکایانو افغاني مرستندویان په ډېر اخلاص چلېدل. ځکه هغوی فکر کاوه، چې طالبان نور د ابد لپاره د سیاست او حکومت له صحنې ولاړل او امریکایان به تر ابده افغانستان په خپله ولکه کې ساتي!

طالبان دیپلوماتان شول!

له ۲۰۰۱راهیسې طالبان په حقیقي ډول د افغانستان له سیاسي صحنې ووتل. ځکه افغان حکومت او د دوی شاوخوا راټولو ډلو ټپلو فکر کاوه، چې طالبان نور د بارګېنګ وړ نه دي؛ ځکه د واک او ځواب صاحبانو خو نور دوی ګڼل کيدل.

د ۲۰۱۲م کال د جنورۍ میاشت، طالبانو ومنله، چې د سیدمحمدطیب آغا په مشرۍ يې خپل غړي قطر هېواد ته استولي، تر څو هلته له امریکایانو سره مخامخ خبرې وکړي. دغه غړي یوازې نه وو، له ټولو سره یې کورنۍ هم قطر ته تللې وې. دا لومړی ځل و، چې طالبان نړۍ د یوه سیاسي حرکت په توګه منل. دا بېشکه چې د طالبانو په سیاسي تاریخ کې د دوی لومړنۍ دیپلوماتیکه سوبه وه. هسې خو دوی یو مهال کابل هم ونیوه، خو نړۍ لا هم نه پېژندل، مګر ۲۰۱۲میلادي کال هغه د عطف نقطه وه، چې طالبان یې له نظامي کار سره سره سیاسي ډګر کې هم په نړۍ ومنل. اصلاً د دوی سیاسي او نظامي کارونه سره موازي روان وو. قطر ته د طالب دیپلوماتانو تګ او امریکايان پر دې قانع کېدل د نظامي جګړې زور و. دا په جګړو کې معمول ده. خصوصاً معاصرو جګړو کې نظامیان خپله جګړه کوي او دیپلوماتان خپله. دا دواړه د جنګ دوه ډولونه دي. بعضي خو په دې عقیده دي چې دیپلوماتان کله پر نظامیانو هم مخکې وي.

قطر دفتر افتتاح، د یوې نوې مرحلي پیل

یو کال مخکي، د جون میاشت پر ۱۸، ۲۰۱۳م کال نړیوالو خبري شبکو په قطر کې د طالبانو د دفتر د افتتاح مراسم وښودل. دا نو په رسمي خبري شبکو کې له ۱۲کلن غیابت وروسته د طالبانو حضور و. دا خبر هغه ورځ داسې خپور شو، لکه د ځنګله اور. په دې کار سره د افغانستان قضیه واقعا یوې نوې مرحلې ته انتقالېده. طالبان په لومړۍ ځل نړۍ، خصوصاً د امریکا متحده ایالتونو په رسمیت وپېژندل. دا د طالبانو په تاریخ کې لومړنۍ دیپلوماتیکه سوبه ګڼلی شو.

د طالبانو سیاسي دفتر دا هم وښوده، چې طالبان مستقل دي، د افغانستان قضیه د مشکل له اصلي جهت سره مطرح کوي او بل هېڅ حکومت یا کومه ځانګړې مذهبي یا سیاسي ډله پر دوی نفوذ یا تاثیر نه لري. د دفتر افتتاح تر بل هر چا ولسمشر کرزی سخت غوسه کړ. حامد کرزي د یوه ترسره شوي کار سره واقع شو. له کرزي او د سولې له عالي شورا نوره لار ورکه وه. کرزي د مخالفت جنډه لکه کړه. د کرزي انزوا بله هغه مسئله وه، چې دا یې ثابته کړه چې امریکایان کرزي ته څومره ارزښت قایل دي.

قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر که څه هم وتړل شو، خو قطر هېواد سره د طالبانو د دوه اړخیزې موافقې پر بنیاد طالب دیپلوماتان هلته مېشت شوو. د دفتر له تړلو سره سم، مذاکرات غیرمستقیم روان وو. طالبانو د بندیانو خوشې کول په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای کړي وو. دفتر په نامه تړلی و خو رسنیو وخت نا وخت د خبرو اترو د پرمختګ او شاتګ ریپوټونه ورکول. مهمه دا وه، چې طالبانو د دفتر له تړل کېدو سره سره بیا هم کولای شول چې مذاکرات وکړي.

د بندیانو تبادله؛ د سیاسي دفتر لومړنۍ سوبه

د امریکا په څېر له یوه نړیوال قدرت سره د بندیانو تبادله بیا هغه ستره کارنامه وه، چې د طالبانو په نامه ثبت شوه. یوه مقاومتي ډله له امریکا سره غیرمستقیم مذاکرات کوي (مذاکرات ځکه غیر مستقیم و، چې دوی ځنډولي وو) او د یوه عادي امریکايي عسکر په مقابل کې خپله پنځه تنه لوړ پوړي چارواکي له ګوانتانامو زندانه راخوشې کوي. د طالبانو دې لاسته راوړنې وښوده، چې دوی د دې وړتیا لري، چې له امریکایانو سره نېغ په نېغه مذاکرات وکړي او خپل خبره په خپله د مېز پر سر وکړي. دغسې یوه معامله ښيي، چې دوی د امریکا متحده ایالات له ژوبلې ګوتې ونیوله. داسې معامله خو هېڅکله نه وي شوې، چې د یوه عادي عسکر په بدل کې دې پنځه تنه لوړ پوړي مقامات ازاد شي.

د قطر دفتر د مذاکراتي ټیم په نوښت د دغو پنځه تنو چارواکیو تبادلې وښوده، چې قطر دفتر په منظم ډول د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر مجاهد په هدایت سره فعالیت کوي. ملا محمد عمر مجاهد د بندیانو د تبادلې په اړه په خپل پيغام کې په قطر کې د اسلامي امارت له دفتر څخه هم مننه کړې ده، چې د دغو بندیانو په خلاصېدو کې يې ګټه کړې ده. د قطر دفتر له خلاصېدو سره یو لړ جهتونو د داسې منافقانه تبلیغاتو هڅه کوله چې نظامي طالبان له سیاسي طالبانو بېل وښيي. داسې وښيي، چې ګواکې نظامیان د قطر له پروسې سره موافق نه دي. د بندیانو تبادلې وښوده، چې قطر کې د سیاسي دفتر د چارواکو او دننه په افغانستان کې د نظامي برخې مسئولینو کار موازي روان دي او دواړه برخې له یوه رهبره هدایات اخلي او د همغو هدایاتو مطابق فعالیت کوي. دا چې قطر کې د سیاسي دفتر چارواکي له امریکایانو سره په غیرمستقیمو مذاکراتو کې دې نتیجې ته رسېږي، چې د دوی برګډال به ازادېږي او سمدلاسه خوست ولایت کې طالب مجاهدین امریکایانو ته د دوی سرتېری سپاره دا پله خپله ښيي چې د نظامي و سیاسي په نامه د طالبانو د تجزيې خبره خوب و خیال و جنون دی.

د ځواک ننداره!

خوست کې، مسلح طالبان راځي او امریکایانو سره مخامخ کېږي، د دوی پوځي ورسپاري او په خپله بېرته خپلو ځایونو ته ورګرځي. مولوي نېک محمد په خپله مرکه کې وویل، چې طالبانو له امریکایانو سره په دغه سیمه کې یو ورځنی اوربند کړی و، چې هېڅ اړخ به په بل لوري حمله نه کوي. قطر کې دغه طالب چارواکي دا هم زیاته کړې، چې که داسې کوم اوربند نه وای، نو امریکایانو ته شونې نه وه، چې په داسې زړورتیا دې دغې سیمه ته په خپله څرخکه کې راشي.

بیا هم، له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو له خوا اوربند په خپله طالبانو ته یو هویت ورکوي. یوه سیاسي رسمیت ورکوي. دا د طالبانو پر وجود د امریکا رسمي اعتراف دی، چې شاید په تېرو دیارلسو کلونو کې لومړی ځل وي.

افغان حکومت بیا منزوي شو

له امریکایانو سره د طالبانو وروستیو مذاکراتو وښوده، چې طالبان خو هسې هم افغان حکومت ته کوم ارزښت قایل نه دی، حتا چې امریکا هم له طالبانو سره خبرو کې افغان حکومت او نور مشکل سازه جهتونو منزوي کوي. امریکایان په دې ښه پوهېږي، چې که د دوی غوښتنه طالبان مستقلاً ونه مني، څوک نشي پرې تحمیلولای، او که یې ومني، څوک یې نشي ترې منع کولای. نو بیا څه اړتیا ده، چې دغسې حساسو او مهمو مذاکراتو کې د افغان حکومت په څېر یوې سولېدلې او شړېدلې ادارې ته خبر یا د ګډون دعوت ورکړي.

امریکایان پوهېږي، چې د دوی غوښتنې طالبان ځوابولای شي؛ ځکه د جګړې اصلي جهت همدوی دي. افغان حکومت تر بل هر چا امریکایانو ته ښه معلوم دی. ځکه دوی راوستي او له نژدې يې ورسره کار کړی. دوی پوهېږي، چې افغان حکومت کې د مسئولانه مذاکراتو پرمخ بېولو توان نه شته. حامد کرزی او اداره یې، اول ښه وخت ضایع کوي او بیا نو هغه معامله ښه رسنیزه او ریشخند کړي. داسې پېښې څو څو ځله تکرار شوي دي.

د مذاکراتو دوام…

د امریکا له خوا د پنځو لوړپوړیو پخوانیو طالب چارواکیو خوشي کول، د طالبانو له خوا یو امریکايي قیدي خوشي کول، تر کافي حده د باور فضا رامنځ ته کړه. له دې وروسته شاید د پاتې افغان بندیانو په اړه خبرې وشي، ځکه اوس نو مذاکراتو مطلوبه نتیجه ورکړه.

له بلې خوا د امریکايي ولسمشر اوباما دې اعلان چې تر ۲۰۱۶م کال پورې به ټول امریکايي عسکر له افغانستانه وباسي، دا په خپله طالبانو سره د مذاکراتو د دوام یو شین څراغ دی. ځکه طالبانو تل پر دې ټینګار کړی، چې یو بهرنی عسکر هم افغانستان کې پاتې وي، دوی به خپل مقاومت ته دوم ورکوي.

طالبان تر دې دمه د عقل و منطق معرکه کې هم همداسې کامیاب او دنګې غاړې راغلل. د دغو مذاکراتو تجربې به هم وي، هغه هم کولای شي، چې د مقابل اړخ په پېژندنه کې دوی سره مرسته وکړي، چې بهرنیانو د بشپړې وتنې په اړه ورسره یوې موافقې ته ورسېږي.

لیکوال او شنونکی: ظریف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x