امريکا په ترکيه کې خپل سفارت تړلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د ترکيې په مرکز انقره کې د امریکا سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د امنيتي ګواښ له کبله يې سفارت تړلی دی.

په اعلاميه کې له امريکايي اتباعو غوښتنه شوې چې د سياحت پر مهال دې له ګڼې ګوڼې ځايونو ځان وژغوري او د ګرځېدو پر وخت دې له احتياط څخه کار واخلي، زياتوي چې د امريکا سفارت ودانۍ ته دې هم نږدې نه ورځي.

اعلاميه کې راغلي، چې د اوس لپاره به يواځې بېړني کارونه ترسره کېږي او د سفارت د بيا ځل پرانيستو لپاره به وروسته اعلان وکړي.

د امريکا سفارت په اعلاميه کې د پېښېدونکي ګواښ د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.

په عين حال کې د انقرې ولايتي چارواکو هم د امریکا سفارت له خوا امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د ګرځېدو پر مهال له بشپړ احتياط څخه کار واخلي.

د انقرې والي ويلي، چې د امریکا د سفارت او قونصلګرۍ د امنيت د خونديتوب لپاره يې نور ځواکونه ځای پرځای کړي او هڅه به وکړي چې د هر ډول ترهګريزې پېښې مخه ونيسي.

په دوه زره ديارلسم کال کې په انقره کې د امریکا پر سفارت سرتيری بريد شوی و چې له امله يې يو ترکی پوځي ووژل شو، يوه ژورنالسته سخته ټپي شوه او د بريد مسئوليت (د ولس د ازادولو انقلابي جبهې) په نوم يوې ډلې په غاړه واخيست.

تر دې مخکې هم په ترکيه کې د امریکا سفارت او قونصلګرۍ د امنيتي تهديدونو له کبله څو ځلې تړل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د