افغانستان

فراه والي: د ځواکونو ليکو کې د نفوذي کسانو شتون د عسکرو تلفات زيات کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د فراه ولايتي چارواکي وايي، د دغې ولايت د دولتي ځواکونو په ليکو کې د طالبانو د نفوذي کسانو شتون د عسکرو مرګ ژوبله زياته کړې ده.

د فراه والي عبدالبصير سالنګي وايي، د ډيری پوځي مرکزونو، د اردو او د عامه نظم يو شمير قومندانانو په پوستو کې په خپلسري ډول داسې کسان ګمارلي چې په يو نه يو ډول له طالبانو سره اړيکې لري په خبره يې چې دغې ستونزې په پوځي ليکو کې د ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه کړې ده.

د سالنګي په خبره، د فراه ولايت په لسو ولسواليو کې له شپږ زرو زيات طالبان فعاليت کوي چې د دولتي ځواکونو تګ راتګ يې له ستونزو او ګواښ سره مخ کړی دی.

د هغه په وينا، د طالبانو پراخو فعاليتونو، د ځواکونو د کمو تجهيزاتو او په امنيتي ادارو کې نا منظمو تشکيلاتو او نه همغږۍ له کبله د عسکرو ځاني تلفات زيات شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، په تېره يوه مياشت کې د طالبانو له لوري نږدې څلوېښت عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

تېره ورځ د فراه د والي وياند ناصر مهري وويل، په تېره يوه مياشت کې يې د دغې ولايت د پوليسو له نوملړ څخه د ۲۰۰ هغو خيالي پوليسو نومونه لرې کړي چې معاشونه به يې د پوځي مرکزونو قومندانانو خپلو جيبونو ته اچول.

تر دې مخکې طالبانو په خپلو خبرپاڼو کې په تکرار ويلي چې د دولتي ځواکونو په ليکو کې يې سلګونه نفوذي کسان شتون لري او د موقع نه په استفادې به په بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه وکړي.

نږدې يوه اوونۍ مخکې د فراه د ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر وويل، چې ډيرې هيلې يې د بهرنيانو پورې تړلې وې خو هغوی د جګړې له ډګره شاتګ وکړ چې له امله يې دغه ولايت د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x