غزل/ راز خوږياڼی

د چا د حسن په کوڅو کې نادره کې نه شي

سترګې دې پټې ساته یاره درنه ورکې نه شي

په خوله خو څه کوې چې ووایمه هېره مې کړې

دومره خبر دې تېره هم زما په زړه کې نه شي

چې ته دې نه یې او زه ګرځمه ژوندی نړۍ کې

داسې شېبې دې پرما را چېرې اده کې نه شي

هغه چې کرکې خپروي او مینه زړو کې وژني

د داسې خلکو ځای په ښار او هم په غره کې نه شي

لـه تــنـدریـزو عـــذابــونــو ســـره مـــل بــه وي

څوک دې مین چېرې د بل سړي واده کې نه شي

“رازه” یو نوم دی مقدس چې همېشه یې وایم

د بل نامه توري دې ذکر زما خوله کې نه شي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.