پښــــتو ادب

لرغونې اريانا د مدنيتونو زانګو اود حماسې افسانوي اثارو د تخليق ټاټوبى

لنډيز: لرغوني اريانا دمدنيتونو زانګو او دحماسي افسانوي اثارو دتخليق ټاټوبى تر سرليک لاندې علمي ، څېړنيزه مقاله  په افغانستان کې ددريو مهمو تاريخي دورو دنښو نښانو او په دغو دورو کې  په فرهنګي برخه کې څېړنه او سپړنه په دې ډول شوېده:

١_ دکاڼي ددورې دلومړنيو ښکاريانو عصر يا زمانه .

٢_ دځمکې دکرلو او دمدنيتون دتشکل دوره .

٣_ دمدنيت دتکامل او پرمختګ دوره .

په دې ټولو دورو او زمانو کې دفغانستان خاوره دلرغونو کيسو او حماسو صحنه وه ،او ددغو کيسو ، حماسو او افسانو اتلانوټولو دافغانستان له خاورې څخه سر راپورته کړى دى ،په دې لنډه ليکنه کې داريايې ، اوستايې او په اوسنۍ دوره باندې څېړنه شوې ده نوموړې څېړنه په دعنوان ،سريزې،موخې،دڅېړنې مواد او کړنلارې،په پايلې ، مناقشې او ماخذونو   پاى ته رسيدلې ده.

 سريزه:دا چې پوهنتون يو علمي او اکادميک ځاى دى ، نودلته هر استاد دنده لري ،چې دخپل مسلک او تدريس اړوندو علمي مطالبو په اړه تل علمي ، څېړنيزې لېکنې وکړي ، او دخپلو علمي څېړنو په لړ کې دمسلک خاوندانو ، استادانو او محصلينو ته يو څه نوي  معلومات او مواد په لاس کې ورکړي تر څو په راتلونکې کې په دې برخه کې لاڅېړنې او سپړنې وشي .نوما هم په لرغونې اريانا کې دلويو او وړو مدنيتونو ، حماسي ، افسانوي او تاريخي اثارو په اړه خپله دغه علمي څېړنيزه مقاله په مختليفو تاريخي دورو کې څېړلې او سپړلې ده اريائيان هم دتاريخ په اوږدو کې دژوندي مدني تاريخ لرونکي ولس په حيث تل دنړۍ دپوهو او اکاډميکو څېرو دڅېړنې تود مرکز وه په نړۍ کې مختلف ولسونه ژوند کوي او هر ولس نن او پرون لري ، کوم اولس چې پرون نه لري هغه نن اوسبا هم نه لري

د څېړنې موخې: نوموړې ليکنه کې هدف دادى چې ددرسي لکچرنوټونو ترڅنګ دممد درسي په حيث له دغې څېړنيزې مقالې څخه دپوهنتون محصلين او استادان ګټه واخلي او دختيځو لرغونو ادبياتو په تاريخ کې ددې سيمي په تاريخ او ادبياتوکې ترې دنورو معلوماتو تر څنګ ګټه واخيستل شي ددې تر څنګ يو هدف داهم دى ، چې دعلمي ترفيع ديو شرط په حيث به په راتلونکي کې  ترې کټه واخيستل شي .

د څېړنې مواد او کړنلاره: ددې علمي څېړنيزې مقالې د څېړنې او سپړنې تر څنګ ډېره تکيه دکتابتون په څېړنه باندې شوې ده په دې جمله کې دهيواد له معتبرو علمي څېړنيزو اثارو او جرايدو څخه کټه اخيستل شوې ده .   په دې ليکنه کې غواړم چې دافغا نستا ن پروني تمدن اوفرهنګ ته يوځغلنده نظرواچوم ،زمونږلرغوني هيواد پرون هم ډېر غني ادب اوفرهنګ درلوده ،خودوختونودناوړه پيښوپر اساس يې تر مونږ ډېر څه نه دي را رسيدلي ،زمونږ هيواد چې داريايې توکمونولومړنۍ زانګو اوداريايې ژبو (دياليکتونو)ټاټوبى دى په زرګونوکلونويې فلکوراواولسي ادب په خپله غېږکې روزلى دى اريايې تمدن همدلته زېږيدلى اوله همدې  ځا يه خپورشوى دى ،کره کتونکي وايې چې ډېر امکان لري دمعاصريا اوسني افغانستان خاوره يوه له هغوسيموڅخه ده چې بشري بيولوژيکه ارتقا په کښې راغلې ده ،همدغه نظريه په بل عبارت په اريايې بلکې باختري فلکور ي افسانه کې د(کيومرث )په نامه موجوده وه ،دافغانستان په خاوره (کندهار)کې چې کوم ډول  کوديي  موندل شوي ، دهغه همعصر او همزمان په نوروګاونډيوسيموکې ،نه دايران په خاوره اونه دمنځنۍ اسيادجنوب لويديځ په نوروسيموکې تر اوسه موندل شوى ،چې داټول دافغانستان دلرغوني تمدن دقدامت شواهد دي ،اوپه دې باب زمونږتاريخي کتابونوهم ډېر مواد وړاندې کړي دي (١)

دتاريخ په ډېرو زړو سرچينو کې اريانا ، افغانستان ، داسطورو ، افسانو او داستانونو دهيواد په نامه ياد شوى دى ،او پښتانه په دې سرچينو او ماخذونو کې دګړدود او ليک دود له پلوه په بيلابيلو نومونو راڅرګند شوي دي ،چې په دغو افسانو او اسطورو کې يې ډېره ونډه لارلې ده ، ريګويدا د تاريخ دزړو او لرغونو سرچينو په سر کې راځي ،چې دپښتون د  نوم څرک په کې ليدلى شو ،په ريګويدا کې داريانا افغانستان دخاورې دډېرو سيمو نومونه ليدل کيږي ( ٢)

د١٩٤٧م په مۍ کې دپکتيادګرديزدشمال ختيځ په (٥٣)کيلومترۍ دميرزکې په  کلي کې په يوه څاه کې کشف شو يومسکوکاتوديوې لويې برخې دناڅاپي کشف خبرهمغه وخت کابل ته ورسيد ،دساحې دڅيړني له پاره دملي موزيم لېږل شوي هيت د(١٢)زرو هندي ،يوناني ،ګريکو ،اندويتي ،اندو –پارتي اوکوشامي مسکوکاتو پرکشف بريالى شو،دهغوتاريخ دڅلورمې  ق م پيړۍ تر لومړيوپورې رسيده ،په دي اړه مر حوم سرمحقق محمدصديق روهي په خپل کتاب دادب اوفلکور په باره کې لييکي: ((دلرغونپوهنې (ارکيالوجۍ)له کيندنواوګرويږنوڅخه داواقعيت اثبات ته رسيدلى دى چې دافغانستا ن خاوره دډېرو لرغونومدنيتونوزانګواود(ختيځ ارکيالوجيکي خزانه ده .(٣) دغزني ولايت له کيندنوڅخه څرګندېږي چې ښايي دوه سوه زره کاله وړاندې دنړۍ په دې سيمه کې انسانانوژوندکاوه ،چې هغوي دښکارپه ذريعه دخپل ژوندامکانات برابرول اوپه سمڅو٠مغارو)کې اوسيدل له (١٩٥٠)م کال څخه تر (١٩٧٠)پورې يوشمېر امريکايې ،جاپاني اودفدرال المان لرغون پوهانواوله (١٩٦٩)نه راپه ديخوا افغاني اودپخواني شوروي لرغون پوهانو دافغانستان په بيلابيلوسيموکې څېړنې اوپلټنې کړي دي چې دهغوپه رڼاکې په يقيني توګه ويلى شو ،چې لرغونې (ارياويج)دتمدن مختلف پړاوونه وهلى دي ،ددغوکيندنواوګرويږنوپه نتيجه کې بايدوويل شي ،چې دلرغون پيژندني داسنادواوشواهدوله مخې په لرغوني افغانستان کې ددريومهمو تاريخي دورونښې نښانې ليدل شوي دي:

١-لومړى دکاڼي دورې دلومړنيوښکاريانوعصريازمانه.

٢-دځمکې دکرلواودمدنيتونودتشکل دوره.

٣ــ مدنيت دتکامل اوانکشاف دوره.

دمدنيت دانکشاف په دوره کې لرغونواريايانوځينې مهم ادبي آثار تخليق کړي دي ،چې د(ريګ ويدا )او(اويستا)په نومونويادېږي .ځينوختځ پوهانوويدي سندرې دهنداواويستايې سندرې ايراني ادبيا ت بللي دي ،خوداخبره له واقعيتونوسره سمون نه لري ،البته په دې کې شک نشته چې سياسي اوکلتوري سرحدونه دتاريخ په اوږدوکې تل يوشانته نه وي،ليکن دويدي اواويستايي اثارو په برخه کې داسې دلايل چې دواړه دافغانستان په فرهنکي چاپيريال اوتاريخي خاوره کې ابداع شوى دي ،لومړى داچې داباسين حوزه پنځه شپږ زره کاله وړاندي په مدني اوفرهنګي لحاظ داسې پړاوته رسيدلي وه ،چې دلومړنيوادبي اثارودايجاد له پاره يې مساعده زمينه برابره کړې وه ،د(موهنجوديرو )کيندنې داراښي چې د(اندوس)په حوزه کې  دميلادنه درې څلور زره کاله وړاندې يوځلانده مدنيت منځته راغلى ،دپخواني  شوروې لرغونپوه (واديم ماسون )په نظر دميلادنه پنځه شپږزره کاله وړاندې دافغانستان په سهيلي برخه (دبولان په دره کې )زراعتي ياکرهڼيز ژوندپيل شو ى وه، ،اودافغاني تاريخ پوه مير غلام محمدغبار په نظرپه دې سيمه کې کرنې  اوفرهنګ ښايسته زيات پرمختګ کړى اودکيفيت له مخې دافغانستان غنمو په نړۍ کې لومړنى مقام درلوده ،ويلى شو چې افغانستان دنباتاتودکرلوپه ارتباط لومړنيومرکزونوڅخه ګڼل کېږي .استاد احمدعلي کهزاد ليکي  چې ((:دسنددوادې اوسيدونکوله نن نه پنځوس شپيته پيړۍ وړاندې ښارونه جوړکړي ؤ چې په هغو کې مرتب اومنظم واټونه ،سرکونه اوحمامونه موجودوو ،ددې ځاى اوسيدونکو په کرنه ،تجارت او وصنعت کې هم ډېر مهارت درلوده ،دسنددوادې     اوسيدونکوله ليک او ليک دود ( رسم الخط ) سره هم اشناي در لوده. او د ليکنيو اثارو د منځته را تلو له پاره لاره اوا ره شوې وه . په کومه زمانه کې چې ريک ويدا او نور ويدي ادبيات تخليق شوي دي داريا ويجه سهيلي او ختيځې سيمې په فرهنګي لحاظ پر مخ تللې وې او په همدغه سيمه کې دويدي او او ستايي ادبياتو دابداع شرايط بشپړ شوي وو . دويم داچې په ريک ويدا کې راغلي نو مونه داثا بتوي چې ويدي سندرې د لرغوني افغانستان (آريا ويجو ) په او سيدونکو پورې اړه لري.  يو شمير ايراني او هندي کره کتونکي که څه هم ددې واقعيت له يا دونې سره علاقه نه ښيي چې لرغونى افغانستان د هندي او ايراني اريا ئيا نو ګډ ټاټوبى و بولي . خو بيا هو نا چاره دي چې په يوه يا بله بڼه دغه واقعيت په مستند و الفاظو کې افاده کړي همدا رنګه دريګويدا دلېکنې وخت د پو هاند عبد الحى حبيبي په نظر  يو نيم زر کاله له ميلاد څخه وړاندې  په شاو خواکې اټکل کيدى شي . د مير غلام محمد غبار له ليکنې څخه څر ګنديږي چې ( ريګويدا) له ميلاد نه يو نيم يا دوو زرو کلو  وړاندې  په افغانستان کې مينځته راغلي او بيا وروسته په هند کې بشپړه شوې . دده په نظر داويستا ژبه په افغانستان کې پيدا شوې او همدلته له منځه تللې ده . په دې ژبه د اويستا له کتاب پرته کوم بل اثرلاسته نه دى راغلى، د غبار په نظر او يستا لږ تر لږه  له ميلاد نه زرکاله له مخه په افغانستان کې منځته را غلې ده .(٤)

دا فغانستان خاوره نه يوازې دلرغونې اريايې تمدن غېږه ده، بلکې د لرغوني اريايې فلکلورزانګو او لمن هم ده . د اريايې فلکلور څيړونکي اټکل کوي چې اريايې حماسې او مذهبي افساني چې زمونږ تر وخته را رسيدلي دي له دوو سلسلو پاتې شوي دي .

الف: له ديشينو با ختر يانو څخه چې هغه په زياته اندازه داوستا مقدسو متو نو ته ننوتي او سا تل شوي دي .

ب: د کو چيو سها کو څخه چې او ستا ته يې دو مره لاره نه ده پيداکړې او دومره مذهبي روحيه نه لري او د ( توراني ) يا (آريا يې ) په نامه يا ديږي . (٥)

زمونږ لرغونى هيواد چې په روانه پيړۍ کې دافغانستان په منځنيو پيړيو کې د خراسان او په قبل الميلاد پيړيو کې داريانا په نامه ياد شوى دى . دغه خاوره د عنعنو  خاطرو او داستانونو او خا صتا د نړيوالو حماسي داستانونو د لوى مرکز په توګه بلل شوي او پيژندل شوى دى ، خصو صا داريا يې حماسي داستانونو مرکز ګرځيدلي و . په دې باندې هم پو هيږو ،چې ( هندو اروپايې ) قومونه هم خپلې کيسې او افسانې لري . که چېر ته ددغو ( هندو اروپايې ) قومونو څخه د هريو ځانته ځانته کيسې افسانې او داستانونه مطالعه او مقايسه شي . يو داسې څه به په لاس راشي چې ددوى ټولو منشا په مختلفو مرتبو کې ددوى ګډ او بيل ژوند دى . له دې جملې څخه اريايې ، باختري ډلې په لرغونو وختو نو کې لاندې اثار لرل : (( ويدي سرودونه ايو پا نيشادونه ، مهاباراته او رامايانه او همدارنګه د ويشتاسپ دورور زر ير يا د ښتو نه ، خداى نامې ، منثورې او منظومې شهنامې، سيرالملوک ،ګرشاسب نامې او ګشتاسپ نامې .  او نورو ډيرو څخه په ډاګه څرګنديږي چې ننى افغانستان ، پرونى خراسان او زړې اريانا له پخوا  څخه داريا يې اقوامو په خپلو عنعنو او حماسي داستانونو سره د فرهنګ په غني کولو کې مرکزي لوى رول لوبولى دى ( ٦)

هندواروپايي: دا دسپين نژاد يوه ډله خلک دي ، چې له هنده داروپا تر وروستيو سيمو پورې تيت او پرک شوي ، او په اتو ډلو وېشل شوي دي :

١_ اريائيان.

٢_ يونانيان او مقدونيايان.

٣_ ارمنيان .

٤_ البانيايان.

٥_ ايټالويان.

٦_ سلتيان.

٧_ جرمنيان.

٨_ ليتوانيايان او سلاويان

( وګ ، فرهنګ عميد_ تاليف حسن عميد ، دويم ټوک دامير کبير خپرنويه ټولنه ، تهران _١٣٦٩ کال _ ١٩٨مخ) (٧)

کله چې داريا ئيانو بهير د شمال له خوا دهندو کش تر درو تېريږي او ( بهارت ورته ) يا بهارت ويجي ته ورشيوه کيږي ، نو دوى ځانته عرف عادات ، عقايد او د ابتدايې ټو لنيزو مناسبا تو بېل بېل ډولونه لرل چې د دوى په سرو دونو کې ځاى شوي او د دغو سرودونو له لارې يې د ( راماين ) او بهارت ) په داستانو نو کې ځاى نيولى دى . دا دواړه حماسې په هندکې داريا يې ولس د عرف او عاداتو د موزيم حکم لري ، او د ټولنيز پر مختګ ډېرې پټې نکتې په کې پرتې دي . چې څېړنه يې ځانته د يوه ټولنيز ليکوال له پاره د لابراتوار حکم لري (٨)

همدارنګه زمونږ لر غوني وګړي او زمونږ لر غوني هيواد له لر غونو زمانو څخه څنګه او په څه اندازه په دغو ټولو کيسوا و داستانونو کې ياد شوى دى . اريا ئيان لا له مهاجرت څخه وړاندې د يو تعداد عنعنوي کيسو او عنعنولرونکى وو . چې ددغو کيسو او عنعنو انعکاس په ويدي سرودونو ، مهابهاراته ، اوستا ، خداينامه ، دابوالمويد بلخي منثورو شهنامو ، ابو علي بلخي ، مسعودي مروزي ، دقيقي بلخي ، او د بهرام هروي په سيرالملوک او له نورو ډېرو کتابونو او ژباړو څخه داسې معلوميږي . چې له ډېرو لرغونو زمانو څخه دافغانستان خاوره د دغو کيسو او حماسو صحنه وه . او ددغو کيسو او افسانو اتلانو ټولو دافغانستان له خاورې څخه سر را پورته کړى دى . او له لرغونو وختونو څخه را په دې خوا هغوى چې دغه کيسې ، حماسي افسانې مونږ ته رانقل کړي عموما يا اريا ئيان دي يا خرا سانيان او ياافغانان دي .

د اوس له پاره مونږ ددغو لومړنيو کيسو په باره کې چې په لرغونو پيړو کې زمونږ دهېواد آريايې اقوامو ايجاد کړى دى څه نشوويلى ، خو دومره پو هيږو چې دمهاجرت له زمانې څخه يعنې (هندي او فارسې مهاجرينو دبېلوالي) له زمانې څخه وړاندې دفارس او هند خواته کوچېدنې پيل شوې ، په باخترکې يوه برخه کيسې او داستانونه منځته راغلي وو، چې په همدې اساس سره کولاى شو ، چې ويدي کيسې اواتلان له اوستايې کيسو او اتلانو سره مقايسه کړو ،خو دغه مقايسه يوه ځانته موضوع او کار غواړي ، داوس له پاره له دې مقايسې څخه تيريږو ، دغه کيسې اوداستانونه عموماپه هغه زمانه کې ايحاد شوي چې دوى په (بلهيکا)يا (بخدي ) کې اوسيدل  .

په لرغونو پيړيو کې باختري آريائيانو دهندوکش په شمالي برخه (بخدي ) او (اکسوس ) کې چې کله ژوند کاوه دوى عنعوي کيسې او داستانونه درلودل ، چې له يوه نسل څخه بل ته په شفاهي ډول انتقال شوي دي .  داسې ويل کېږي چې دغه داستانونه څو زره کاله چې وخت يې دقيق معلوم نه دى ، له يوه نسل څخه بل ته انتقال شويدي ، په آرياييانو کې باختري برخه ډېره مهمه اوخاصه ده ، داچې په ليکلي ډول دوى څخه څه نه دي پاتې ترمونږ هم نه دي رارسيدلي ،کله چې دارياييانو مهاجرتونه ختيځ اولويديځ خواته بند شول ، زمونږپه هيواد کې او ستايې دور راپيل شو او د لومړي ځل له پاره دلرغونو کيسو او داستانونو يوه برخه په اوستاکې په تحريري شکل وساتل شوه . همدغه ورځ ددې هيواد د حماسي او رزمي کيسو او داستانونو له پاره لويه ورځ وه .

د اوستا په هکله چې ايرانيان يې ځانته کش کوي ، بايد داسې وويل شې چې د اوستا کتاب د زردشتي ليکنو اصلي نسخه ده ، داهغه کتاب وه چې زردشت و ليکه او دهغه وخت باختري پا چا ګشتاسپ دده کتاب ( اوستا) ومانه او ټول زردشتي قوانين يې دغو يو په څرمنو وليکل او هر ې خواته يې وليږل .

علي ابن حسين مسعودي د خپل کتاب (( مروج الذهب )) د لومړي ټوک په (١٤٢) مخ کې د ټنسر له مکتوبه نقل کوي چې اوستا دغو يو په ( ١٢٠٠٠) دولس زره څرمنو باندې په سرو زرو ليکل شوې . دى وايې چې زردشت د استمان زوى دى . داکتاب عوامو زمزمه بلله . داکتاب (٦٠) شپيته حروف لري ، چې په اکثرو نورو ژبو کې ډېردغه حروف نشته .

زردشت خپل کتاب په داسې ژبه راوړ چې بل چا هغسې نشو ليکلاى او نه يې څوک په مراد پو هيدل . په دې کتاب کې وعد او وعيد امراو نهې او نور شرايع عبادات شته دى . پاچاهانو د سکندر مقدوني تر زمانې پورې په دې کتاب عمل کاوه ، مګر کله چې سکندر مقدوني (دارا ) مړکړ . نو ددې کتاب ډېرې برخې يې و سو ځولې وروسته ملوک الطوايف راغلل بيا چې (ازدشير ) د بابک زوى پا چا شو ، نو ايران ددې کتاب ديوه سورت په ويلو متفق شو چې (استاه) يې باله ، د روم نامتو مورخ او څيړونکي (بيلينوس) په لومړۍ ميلادي پېړۍ کې ليکلي : (( چې لومړۍ اوستا دوه ميلونه اشعارلرل )) فردوسي طوسي په خپله شهنامه کې وايې چې : داوستا دولس سوه فصله پر زرينو تختو ليکل شوي وه . اوستا چې يو تاريخي کتاب دى ، ددې کتاب تاريخ پر دوو مشخصو برخو وېشل کېږي :

١_له سکندر مقدوني يا دده له تاړاکه پخوا زمانه .

٢_د سکندر مقدوني له تاړاکه وروسته زمانه .

ترکومه ځايه چې خبره له سکنده پخواعصراوزمانې پورې تړلې ده مونږ دهغه عصر يوه کوچنۍ اوستايې برخه پيژنوچې ((ګاتا )) يې بولي .

يو کتاب ( دينکريت ) چې اوسنى شکل يې دنهمې ميلادي پيړۍ ليکنه ده وايې چې اصلي اوستا په (٢١.)نسکونو (کتابونو ) وېشل شوې وه . کله چې سکندر مقدوني اوسنى ايران ونيوه ، دا کتاب يې په يو ناني ژ به وژباړه ، او بيايې وسو ځاوه .خو فقط يوه برخه دګاتاترې په امان پاتې شوه چې ډېره زړه او دزردشت قول بلل کيږي .

داسې ويل کيږي چې اوستايې ژ  به به ممکن په ميديا کې دميدي سلسلې رسمي ژبه وه .ميديان لومړنى ټبروه ، چې واکمني يي  په لاس  کې وه ، اوددې قوم ډېر لرغونى نوم ( اريک ) و. چې وروسته بيا ديوناني تاريخي جغرافيه ليکوونکو په ليکنو کې دآريا او (آريانا ) په شکل ثبت او وليدل شو .

دډارمسسټټر په نظرددوې ژبه اوستايي وه اوددې قوم پايتخت په اوسني همدان کې وه ، همدان دنورستان مرکز وه ، او پخپله نورستان هم دميديايوولايت وه . که څه هم ميديانو کوم ليکلي اسناد نه دي پريښي ، خو بيا هم په يوناني ، اسوري اويهودي اسنادو او ادبياتو کې ددوى په باب ډېر معلو مات شته ، په لرغونو آريائي قامونو کې ميديان ، پارسيان ، پارتيان ، باختريان ، خوارزميان او سفوريان ، غوره ټبرونه وو ، تر ټولو غوره يې ميديان ، پارسيان ،او پارتيان وو . ميدي پاچاهانو دهيواد يانې (ميديا ) مهمې برخې کردستان ، نورستان ، سوزيان، دعرا ق لويديځه برخه اود (اتروپاتين ) ياداوسني ازربايجان جنوبي برخې اداره کولې .

د ميديا لومړنى پاچا ( ديو سس ) نوميده ، اسوريانو دپنځمې اواومې ق.م پيړيو په اسنادو کې ددې پاچانوم د( داياکو ) په شکل راغلى دى .دميديانو وروستى پاچا (استيا حبس ) دکياکيبرس زوى دلومړني هخامنشي پاچا (کوروش کبير ) په واسطه په (٥٥٠ ) ق.م کې له تخته وغوځول شو .

کوروش دهخامنشي لړۍ موسس وه ، دده پاتخت هم په اوسني همدان کې وه ، څرنګه چې دوه کورنۍ يعنې هخامنشان  اواوساسانيان دپارس په ولايت کې منځته راغلي اوداوسني ايران په تاريخ کې يې سترې کارنامې ثبتې کړې ، اوفارس دومره پياوړى شو چې ټوله اوسنۍ ايراني سيمه يې په غيږ کې ونيوله (٩)

وروسته پارس چې لرغونى نوم يې (پارسا ) او(پريس ) وه پارسيان وبلل شول او اوسيدونکي يې چې دميديا ، پارتيا اوپرسيز اوسيدونکي په کې شامل وو پارسيان وبلل شول  او دا هم بايد وويل شي چې زردشت په هغو لرغونو قامونو کې منځته راغى چې وړاندې ياد شول اوداسې ويل کيږي چې داشپږمه اواومه قبل الميلاد پيړۍ وه .

پارسي عنعنه اوهم پخپله اوستاداراښايي چې زردشت داوسني بلخ اوچغچران ترمنځ په يوه سيمه کې وزيږيده او په اوسني اربايجان کې چې لرغونى نوم يې (اتروپاتين ) وه ، خپل کتاب  اعلان کړه ، اودلومړي ځل له پاره بلخ پاچا ګشتاسپ اودهغې کورنۍ دزردشت دين ومانه ، وروسته بيا زردشت ډېر دښمنان پيداکړل اوزردشت ته به يي ډول ډول ستونزې پيداکولې ، خووروسته  ګوشتاسب پاچا ډاډ ورکړ چې له ټولو دښمنانو  به دې ساتم ، داوستايي ژبې په هکله بايد وويل شي چې په دوه دليله اوستايي ژبه دميدي دربار رسمي ژبه وه   ، يو دا چې دزردشت تقريبا دنيم عمر په ميدي دوره کې تير شوى دى و

اوکتاب يې هم په اوستاي ژبه ليکل شوى دى،که چيرته ميديانو دهخامنشيانو اوساسانيانو غوندې اسناد پريښې وايې نو داوستايې ژبې په باب په زمونږ معلومات تردې هم زيات وه

د څېړنې پايله: په پاى کې دې نتيجې ته ورسيدو چې دافغانستان خاوره او ددې هيواد وګړي دمختليفو تاريخي مدني دورو او فرهنګونو لرونکي دي ، په دې خاوره کې په تاريخي ، تخليقي او فرهنګي ډګرونو کې دې ته ډېره اړتيا ليدل کيږي چې دلته دې دافغانانو په مټ او دنړيوالو په ملتيا دڅېړنې او سپړنې دعصري وسايلو په مرسته نوې څېړنې وشي او ددې هيواد تاريخي، تخليقي او فرهنګي برخو کې لا نورې څېړنې او سپړنې وشي .

مناقشه: کومه څېړنه چې دلرغونې اريانا دمدنيتونو زانګو او دحماسي افسانوي اثارو دتخليق ټاټوبي په اړه وشوه په دې څېړنه کې دا ثابته شوه چې دټولنيزو پوهنو اصلي منبع او ماخذ دهمغې ټولنې دوګړو ژوند او دژوند طرز دى ، هره ټولنه په هره تاريخي دوره کې خپل خپل ارزښتونه لري ،خو دزمانې په تيريدو سره يې هم کېداى شي ارزښتونه بدلون ومومي ،کومه څېړنه چې دلرغوني اريانا په تاريخي ، تخليقي او فرهنګي برخه کې وشوه دا ثابته شوه چې دې سيمې په هره دوره کې خپل تاريخي تخليقي او فرهنګي ارزښتونه لرل ، چې دنوو ځوانانو او مطالعې دخاوندانو له پاره اړينه ده چې په دې برخه کې لا څېړنه او سپړنه وکړي

اخځليکونه :

١_ جاج ، حبيب الله پشتون ځوى :ختيځ ادبيات ، دزيري جريده ، ١٣٥٧کال.

٢ _ خيبري ، غوث، پښتانه دافغانستان په افسانوي او داستاني تاريخ کې ،دانش خپرندويه ټولنه .١٣٨٧هجري ،شمسي کال ، ١_٢) مخونه.

٣ _ روهي ، محمد صديق : دادب او فلکلور په باره کې ، دولتي مطبعه ، ١٣٦٥ کال.

٤_شينوارى ، دوست : داولسي ادب لارې ،پښتو ټولنه ،١٣٥٦کال(٣_٤) مخونه .

٥_عميد ، حسن  ،فرهنګ فارسي،چاپخانه سپهر، کال١٣٨٣،١٩٨مخ

٦_کهزاد ، احمد علي : کابل کلنۍ ، (( شهنامه ومقايسه ميان بعضې پهلوانان واوستا)) ، پښتو ټولنه ،١٣٢٢کال ،(١٢٩-١٣٢) مخونه .

٧_همدا پاسنى اثر .

٨_هيچ دوپري ،نانسي ، دافغانستان فرهنګي ميراثونو ته يوه کتنه ، دافغانستان دفرهنګي ميراثونو دساتنې ټولنه ، ١٣٧٧کال ، ١٩ مخ .

٩_هيچ دوپري، نانسي ،دافغانستان فرهنګي ميراثونو ته يوه کتنه،دافغانستان دفرهنګي ميراثونو ټولنه،١٣٧٧کال ، ٢٠مخ.

 لیکوال: پوهندوی جانس زړن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x