افغانستان

د سولې عالي شورا یو ځل بیا له طالبانو د مثبت ځواب غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د سولې عالي شورا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې د کابل پروسې ناستې ته مثبت ځواب ووايي او د حکومت شوي وړاندیزونه ومني.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل، د کابل په پروسه کې طالبانو ته داسې وړاندیزونه وشول، چې له دې وړاندې حکومت داسې وړاندیزونه نه وو کړي؛ خو طالبانو د کابو یوې اوونۍ په تېرېدو بیا هم منفي یا مثبت ځواب نه دی ویلی.

ده وویل، که طالبان د حکومت طرحه رد کړي؛ نو دوی به له نورو لارو نوې وړاندیزونه ورته وکړي او د تېرو کلونو په پرتله اوس له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو امکان ډېر لیدل کېږي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کابل پروسې دویمه ناسته ترسره شوه، چې ولسمشر غني طالبانو ته د اساسي قانون د تعدیل، د بندیانو ازادول او له تور لېست څخه د طالبانو ایستلو وړاندیزونه  او شرطونه ومنل ؛ خو د بهرنیانو وتلو او د یا دې یوې نېټې په اړه یې څه ونه ویل.

د طالبانو ویاندویانو د کابل ناستې په اړه تراوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو له دې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړې وې او تېره اوونۍ یې یو ځل بیا له امریکا وغوښتل، چې د سولې خبرو لپاره د قطر دفتر ته مراجعه وکړي.

طالبانو په پخوانیو اعلامیو کې د بهرنیانو وتل او د اسلامي نظام قایمول مهم شرطونه ايښي وو، چې د دغو دواړو شرطونو په اړه د ملي یووالي حکومت مشران غلي دي.

د حکومت دننه ځینې کړۍ او په ځانګړي ډول اجراییه ریاست د ولسمشر غني خبرې رد کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x