غوراوي سیالۍ: افغانستان به سبا زمبابوې سره بخت ازمایي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیالیو پړاو دویمه لوبه به سبا غرمه (سه شنبه، شپږمه نېټه) په ۱۲ بجې د زمبابوې په بولاویو لوبغالي کې ترسره کیږي.

افغانستان له یو شمېر بریاوو وروسته تېره ورځ پخپله لومړۍ لوبه کې د سکاټلېنډ په وړاندې د ۷ ویکټو په توپير ماتې وخوړه، که څه هم افغان لوبدلې سکاټلېنډ لوبډلې ته مناسب هدف ټاکلی و خو په حیراني شکل یې د راشد خان په شمول توپ اچونکي ښه ونه ځلېدل او سکاټلېنډ لوبډلې هدف درې اوره وړاندې پوره کړ.

که څه هم په تېرو نیزدو کې د زمبابوې سره د یو ورځینۍ او شل اوریزو سیالیو لړۍ د افغانستان په ګټه تمامه شوې ده، خو د تېرې لوبې د بایلات او د غوراوي سیالۍ (چې د زمبابوې په کوربه توب ترسره کیږي) به افغان لوبډله له فشار سره مخ وي.

افغان لوبډلې د نړیوال جام له غوراوي پړاو سیالیو وړاندې، په متحده عربي اماراتو کې زمبابوې ته د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو په سیریز او له هغه وروسته، د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لومړۍ تمریناتي لوبه کې ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۹م یو ورځیني جام غوراوي پړاو کې تېره ورځ زمبابوې نیپال ته، سکاټلېنډ افغانستان ته، آیرلینډ هالینډ ته او عربي امارتو PNG ته ماتې ورکړې ده، چې څلور لوبې به سبا ترسره کیږي او افغانستان به خپل دویم بخت له زمبابوې لوبډلې سره ازمایي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د