پر شرق او غرب یوه لنډه تبصره

لیکوال: عبدالسمیع درانی

شرق او غرب یوه لنډه پرتله نومی کتاب چې د ځوان او پر اسلامي تمدن مین لیکوال، زاهد جلالي صیب د ځینو مقالو ټولګه ده، خورا ژور او خوندور کتاب دی.

دې کتاب کې پر ډیرو داسې موضوعاتو بیخي ژور بحث او تحلیل شوی، چې د وخت او حالاتو اشد ضرورت دی. د مثال په ډول د ملت – دولت موضوع چې اوس ددې لامل شوې چې د یوه دین، یوه کلتور، یوې ژبې، یوې سیمې او آن د یوې کورنۍ غړي یې سره بیل کړي دي.جلالي صیب یې پر شالید، ستونزو او ننګونو خورا منطقي بحث کړی دی.

ددې تر څنګ پر ځینو هغه مصطلحاتو لکه تجدد، ماډرنېزم، ټرډیشنلېزم… باندې شرحه شوې، چې اوس یې ډیری پر خپله معنی نه کاریږي، بلکې د همدې مصطلحاتو تر نوم لاندې مسلمانان غولول کیږي او له اسلامي تمدنه یې د لیرې کیدو هڅې کیږي. مثلاً هیواد کې یوه ډله لوستي ځوانان د تجدد تر عنوان لاندې راټول شوي، د دوی هڅه دا ده چې اسلامي احکام پر داسې منهج او طریقه شرحه او تفسیر کړي چې غرب ورنه خفه نشي او ترمنځ یې ټکر رانشي، خو دوی دې کار کې دومره افراط ته مخه کړې چې آن ځینې اسلامي او عرفي ارزښتونو باندې پښې ږدي.

لیکوال د مسلمانانو د ذلت د عواملو د څېړلو او حل لارې موندنې ترڅنګ د اسلامي تمدن تعلیمي سیستم پر ځینو ظرافتونو خورا ظریف بحث کړی او د اسلامي تمدن تعلیمي سیستم ظرافتونه یې په خورا ظریفه طریقه لوستونکو ته بیان کړي دي.

دی وایي ((اسلامي تمدن تعلیم ته درناوی لري، نورو ته یې انتقال دیني وجیبه ګڼي، له تعلیم سره د تعامل لپاره ډیر ادب او احترام ضرور بولي، او تر ټولو ستر ظرافت یې نورو ته د تعلیم وړیا رسول دي)).

لیکوال د ځینو مسلمانو پوهانو ژوند او اند هم په بیخي اسانه روش لیکلی، د هغوی د ژوند دورې یې په بې پریتوب څېړلي. د هغوی د دعوت او مبارزې بارزې نکتې یې راسپړلي دي. په پای کې له اذان پاڼې سره د ده مرکه هم په زړه پوري ده، دی وایي چې په شته دعوتي طرزونو کې که ستونزې شته؛ ګټې یې هم کمې ندي، خو یوه هم په پوره معنی دده د قناعت وړ نده، باید موازي دعوتي کار وشي، دعوت باید له ځانه پیل شي، او د ځان اصلاح لپاره تر ټولو مؤثره لار تصوف بولي. د اذان پاڼې ددې پوښتنې په ځواب کې چې د امت ستونزې ډیرې دي، ستاسو په اند هغه ستونزه چې ځوانانو ته ورپېښه ده او عاجل حل غواړي څه ده؟

دی وايي چې ستره ستونزه پر ځان بې باوري ده چې لامل یې له خپل دینه ناخبري، له تاریخه بې خبري، له تمدن سره نا اشنایي او د مقابل نه پېژندل دي.

دده سپارښتنه دا ده چې مسلمانان باید تیار اوسي، خپل ځان او تاریخ و پېژني، مقابل لوری پوره وپېژني، ستونزې او ننګونې یې درک کړي او له ځوانۍ چې د کار وخت دی، پوره ګټه واخیستل شي.

زما په اند دومره ستر او ژور کتاب باید بیا- بیا ولوستل شي، ځکه داسې کتاب دی چې د اسلامي تمدن د لویدلې حالت د حل لپاره پکې ډیر څه شته. ځینې ټایپي ستونزې په کې شته؛ چې د بل چاپ پر مهال باید اصلاح شي.

جلال رب دې د جلالي دا ستره هڅه په خپل دربار کې قبوله او د نورو هڅو پیلامه وګرځوي.

۱۴-۱۲-۱۳۹۶ غزني- افغانستان

یوه تبصره

  1. الجاج استاذ بیانزی

    ډرانی صاحب ، زه جلالی صاحب هم له نزدی څخه پیژنم له هغه وخته یی پیژنم چه هغه لا په اسلام اباد پوهنتون کی محصل وو، له هغه وخته د کمپوتر له مخی سره اشنا شو او کله چه زه کابل ته ولاړم د جلالی سره می یوه غرمه هم تیره کړه .
    زه یی په علمی لیکنو او دغه شو اسلامی ارزونی ویاړنه لرم او اموزنده یی ګڼم . کم وزیاتی څه به ورسره زیاتی هم کړم :
    د شرق او غرب نومونه سمتونه دی شرق او غرب دواړو کی ښه او بد خلک شتون لری ، دا کیدی شی چه ځینی وختونه به شرق او ځینی وختونه به غرب کی د ښه و او بدو فیصدی زیاته او کمه وی لا به شرق د داسی استعماری قدرتو د استعمار لاندی مستعمره پاتی شوی او کله به غرب د حریصو استثمارګرو د هر اړخیز قدرت او نفوذ لاندی راغلی وی بیا هم سمتونه دی مونږ یی داهلیت معیار نه شو شمیرلی چه څوک شرق کی دی ټول شه او څوک غرب کی دی ټول خراب او یا د دی سرچپه به وی .
    ټول نړیوال د تقوی له مخی دحق او باطل ډلو ترمنځ ویشل شوی دغه چه مونږ یی جغرافیاوی پولی ګڼو دا هم استعماری پولی دی د ادم ع وخت کی دا پولی نه وی او نه ورته اړه وه ، د هابیل او قابیل اولاده زیږول کیږی ، ډیریږی د جلا جلا عواملو له امله چه عمده عامل یی همدغه حرص وو یو او بل خوا په زور یا خوښه کوچیږی نړی په کوچنیو او لویو هیوادو ویشی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.