افغانستان

کابل: واشنګټن دې د پاکستان د بریدونو مخه ونیسي

افغان دولت په امریکا غږ کړی، چې د خپلې ستراتېژيکې ملګرتیا په خاطر دې د هېواد په ختیځ کې د پاکستان د بریدنو مخه ونیسي. د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ته يو رسمي یادښت ورکړی، چې پکې يې د پاکستان د بریدونو د مخنیوي هیله څرګنده کړې ده.

په یادښت کې له امریکا نه غوښتل شوي، چې پاکستان څو کاله پرلپسې په افغان خاوره تېری کوي، هیله ده زموږ ستراتېژیک ملګری به د سږنیو بریدنو اړوند زموږ ملاتړ وکړي. په یادښت کې راغلي: «څومره چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان د یوه دوست او ستراتیژیک تړون کوونکي په توګه، د افغانستان د امنیت ټینګښت او دفاعي همکاریو ته ژمن دي، اړینه ده چې په دې برخه کې د افغانستان دولت د برحقه دریځ د بهرني یرغل پر وړاندې د خپل حریم نه په ساتنه او دفاع کې ملاتړ وکړي.»
په یادښت کې د امریکا له متحده ایالاتو نه هیله شوې، چې له افغان لوري سره د پاکستان په وړاندې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې دی چې پاکستان څو ورځې وړاندې د راکټي بریدونو ترڅنګ د کونړ په دانګام ولسوالي کې بمباري وکړه چې ګڼ شمېر عام افغانان يې مړه او ژوبل کړل.
پاکستان وايي چې دوی دغه بریدونه د کونړ په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملافضل الله په ملګرو کړي دي، په داسې حال کې چې په بريد کې وژل شوي او ټپیان شوي ټول عام افغان وګړي دي.
د شنونکو په باور د ناټو په موجودیت کې او د امریکا بې اجازې د پاکستان دومره زړور توب د اندېښنې وړځکه نه دی، چې پخپله ناټو او امریکا ورسره په دې عمل کې شریکه ده، د چارو د څېړونکو له نظره امریکا غواړي د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره فشارونه ډېر کړي، چې يو فشار یې هم د پاکستان بریدونه دي.
تراوسه نه ده معلومه چې د امریکامتحده ایالاتو سفارت به افغان لوري ته څه ځواب ورکړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x