د غزني په لاریون کوونکو برید شوی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): بېګاه شپه ۱۲ بجې د غزني په ښار کې پر لاریون کوونکو ډزې شوي، چې ګڼ شمېر لاریون کوونکي یې ټپیان کړي او ځینې کېږدۍ یې ورسوځولي دي.

لاریون کوونکي وايي، تېره شپه د اردو عسکرو له لوري د دوی پر کېږدیو بریدونه وشول او ګڼ شمېر لاریون کوونکي یې ټپیان کړل.

په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ویډیو کې لاریون کوونکي وايي، چې برید دولت کړی او مرګ پر دولت شعارونه ورکوي.

د لاریون کوونکو مشران پر لاریون کوونکو غږ کوي، چې ګډوډي جوړه نه کړي او ټپیان شوي کسان به ډېر ژر له لاریون کوونکو سره یو ځای شي.

له تېرو څلورو ورځو راهیسې د غزني د قره باغ د شېراباد کلي سلګونه اوسېدونکو د غزني په ښار د تحصین خیمې وهلي او د عدالت غوښتنه کوي.

د تېرې شنبې پر شپه د قره باغ د نیختي هزاره اربکیانو له لوري د ابراهیم په نامه د یوه تن پر کور چاپه وهلې وه، چې د یوې مېرمنې په ګډون یې درې تنه وژلي وو، دوه یې ټپیان کړي وو او دوه تنه یې ژوندي بېولي دي.

لاریون کوونکي له حکومت غواړي چې د هزاره اربکیانو قومندان ونیسي او نیول شوي خلک راخوشې کړي.

ویډیو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د