افغانستان

ملګري ملتونه: په تېرو دوو میاشتو کې ۲۰زره  افغانان بې ځایه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): ملګرو ملتونو په خپل اوونیز راپور کې ویلي، چې د روان کال د پیل راهیسې په تېرو دوو میاشتو کې ۲۰ زره افغانان خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم اداره وايي، یوازې په میدان وردګو کې د حکومتي ملېشو له لوري ۴۵۰زره کسان کورونو پرېښودو ته اړ شوي او په نورو ولایتونو کې د داخلي بې ځایه شویو شمېره پورته تللې ده.

یادې ادارې ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه ۵۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي؛ خو له ایرانه بیا پنځه زره افغانان په خپله خوښه او ۹۵۰زره په زور ایستل شوي دي.

د روانې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ پیل شوه، چې هره ورځ سلګونه افغانان هېواد ته راستنېږي.

اوس هم په ایران او پاکستان کې نږدې درې میلیونه افغانان اوسېږي، چې له نیمايي ډېر یې قانوني اسناد نه لري.

په افغانستان کې بې کاري، ناامني، اداري فساد، د برېښنا نشتوالی او غاصیبنو له لوري د کډوالو د ځمکو غصب هغه سببونه دي، چې ډېری کډوال افغانستان د راتلو لپاره زړه نه ښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x