شعـــــرونه

غزل ـ نظام کندهاری

ستا چي لاسو کي هتکړۍ پرتې وې

زمونږ په زړونو کي سلګۍ پرتې وې

ته چي وې ناست د پنجرو په زړه کي

نښي د وير پر دنياګۍ پرتې وې

په نارنجي لباس کي بېل شوې رانه

سر په ژړا توري پګړۍ پرتې وې

نه يې ګناه نه يې تعدا وه ربه

په قفسو کي توتکۍ پرتې وې

ستا د ديدن او د راتلو پر لاره

د اميدونو مو کيږدۍ پرتې وې

مونږ هم په وينو لاري و مينځلې

ځکه پخوا لا خونړۍ پرتې وې

دا مو دی ستاسو انتقام اخيستی

هلته چي ماتي ککرۍ پرتې وې

نظامه تېره شول ناترسه سېلۍ

 پر سرو اغزيو ګل غوټۍ پرتې وې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x