افغانستان

ننګرهار کې اورلګېدنې ځاني او مالي زیانونه اړولي/ انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، نن سهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د حلقوي سړک د دوه سرکې په سیمه کې د تېلو ټانکر اور اخیستی، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي، دوه ټپیان شوي او نږدې ۳۰ هټۍ د اور خوراک شوي دي.

دی وايي، نن سهار شپږنیمې بجې د تورخم ـ جلال اباد پر لویه د تېلو په ټانکر کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله اور لګېدلی، چې سیمې ته نږدې ټولې هټۍ سوځېدلي دي.

د خوږیاڼي په خبره، د اورلګېدنې له امله د سیمې خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی او هټۍ یې په بشپړ ډول سوځېدلي دي.

د ننګرهار د اور وژنې اداره وايي، کار کوونکي یې سیمې ته رسېدلي او د اور مخه یې نیولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x