افغانستان

واشنګټن پوسټ: امریکا د طالبانو غوښتنو ته تراوسه ځواب نه دی ویلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نننۍ سرلیکنه کې ویلي، چې امریکا د طالبانو غوښتنې ته تراوسه ځواب نه دی ویلی؛ ځکه طالبان غواړي له امریکا سره د سولې خبرې وکړي؛ نه له افغان حکومت سره.

د ورځپاڼې په باور، امریکا باید روښانه کړي، چې له طالبانو سره څه ډول د سولې خبرې کوي او خپل ځواکونه کله له افغانستان نه باسي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، طالبانو تراوسه د کابل پروسې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او د همدې له امله د سولې وړاندیز شوې طرحې له خنډ سره مخ شوي دي.

ورځپاڼې افغانستان او پاکستان ته د امریکا د پخواني ډيپلوماټې لوریل مېلر له قوله لیکلي، طالبان غواړي له امریکا د سولې خبرې وکړي؛ خو امریکا تراوسه د طالبانو د غوښتنې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مېلر ویلي، طالبان له امریکا سره د سولې خبرې کوي؛ نه له افغان حکومت سره، خو امریکا هم باید د بهرنیو عسکرو د وتلو نېټه روښانه کړي.

د مېلر په باور، د سولې دروازه تراوسه پرانېستل شوې نه ده او نه د سولې بهیر پیل شوی دی.

د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کابل پروسې ناسته کې ولسمشر غني طالبانو ته نوي وړاندیزونه وکړل او د طالبانو هرې غوښتنې منلو ته اړ شو؛ خو د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم طالبانو د افغان حکومت د وړاندیزو شویو خبرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د سولې عالي شورا تېره ورځ یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې د حکومت وړاندیز شویو طرحو ته مثبت ځواب وايي.
د چارو د کارپوهانو په باور، امریکا او افغان حکومت دواړه لوري سوله نه غواړي؛ ځکه د سولې په خبرو کې د طالبانو مهم شرطونه«د بهرنیانو وتل او یا نړیوال تظمین» په اړه دواړه لوري څه نه وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x