سیاسي شنونکی:

طنز:
ژباړه: عطا محمد میاخېل
له ما مخکې په ټکسي کې ناست و زه یې تر څنګ کېناستم، په راډیو کې سیاسي خپرونه روانه وه، لاس یې واچاوه او راډیو یې ګُل کړه او وې ویل: زه بېسواد یم، خو ګل ام په مخ له دې سیاسي شنونکو څخه ډېر زیات پوهېږم.
لږ مې وخندل، ومې ویل، څنګه؟ وې ویل: له سهاره تر ماښامه خبرې کوي، خو یو یې هم سم ونه وخوت!
د هو په ژبه مې سر وخوځاوه او ومې پوښتل، چې د عطامحمد نور د قضیې په اړه دې نظر څه دی؟ وې ویل: ډېر خراب کار یې کړی، ډېر خراب. ومې ویل: د ټاکنو او د هغې د کمېسیون په اړه څه وایې؟
وې ویل: بې ادبي معاف. ومې خندل او ومې ویل: ولې؟ وې ویل: بې ادبي معاف ټاکنې هم رهبرانو مردارې کړې دي. ومې ویل: رهبرانو ته ولې وسپکاوی کوې؟ وې ویل: ځه وروره، خلک یې … هم نه ور پرېږدي، ته د سپکاوي په کیسه کې یې!
ومې پوښتل: ټاکنې وشي او که نه؟ وې ویل: موږ تر اوسه په کلي کې د جومات د ملا امام د ټاکلو په سر جوړ نه یو راغلي، ته له جمهور رییس څخه غږېږې!
ومې ویل: ویل کېږي، چې سپنتا کتاب لیکلی، خبر یې او که نه؟ وې ویل: زه کتاب متاب نه شم لوستلی، خو خپله یې څه کړي، چې کتاب یې وکړي؟ ولا که له کتاب لوستنې څخه هم څه جوړ شي!
هغه ده اشرف غني وګوره! ډېر زیات کتاب لولي، همداسې پسې ډنګرېږي. حضرت امام حسین د الله (ج) لمسی ګڼي.
له هغه سره په خبرو کولو بوخت وم، کله مې چې پام شو، کور ته نیږدې شوی یم، ومې ویل: را ځه د شپې له ما سره لاړ شه، وې ویل: کور دې ودان، ځه د سیاسي چارو کوم شنونکی مېلمه کړه.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د