fbpx

د ژوند انعکاس

له پنده ډکه کیسه:
ژباړه: عطا محمد میاخېل
زوی او پلار په غره کې قدم واهه، چې ناڅاپه د هلک پښه په تیګه کې ونښته، په ځمکه را وغورځېده او چیغې یې کړې: وای وای وای
له لرې څخه غږ راغی: وای وای وای
هلک په ډېرې ځیرکتیا چیغې کړې : څوک یې؟
ځواب یې واورېده: څوک یې ؟
هلک په غوسه شو او چیغې یې کړې : ډارنه!
بیا یې ځواب واورېده: ډارنه!
هلک په ډېرې حیرانتیا له خپل پلار څخه وپوښتل: څه خبره ده؟
پلار یې موسکی شو او وې ویل : زویه ښه پام وکړه او وروسته یې په لوړ غږ وویل: ته یو اتل یې!
غږ ځواب ورکړ : ته یو اتل یې!
هلک لا پسې حیران شو.
پلار یې وویل: خلک وایي، چې دا د غره انعکاس دی؛ خو په حقیقت کې دا د ژوند انعکاس دی، هرڅه چې وغواړې او یا یې هم ترسره کړې، ژوند هماغه شان ځواب درکوي.
که چېرې مینه وغواړې، نو په زړه کې دې لا ډېره مینه را منځته کېږي، که د بریا په لټه کې واوسې، نو هرو مرو یې تر لاسه کوې . هر څه چې وغواړې، ژوند هماغه څیز درکوي، کوم چې غوښتی دې دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د