fbpx

موخې ته د رسېدو لپاره پنځه قوانین

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په چټکه توګه موخې ته رسېدل او هغه افکار، چې د فرد په ذهن کې شتون لري، په نننۍ نړۍ کې د ډېری افرادو یوه له سترو اندېښنو څخه ده. په دې لاره کې باید هغو تخنیکونو او ټکو ته پام وکړئ، کوم چې موخې ته د رسېدو له پاره ټاکل شوي، تر څو غوره پایلې ته ورسېږئ.

هغه ټکي چې باید ورته ځانګړی پام وکړئ، په دې لیکنه کې مو تاسو ته راوړي دي، نو له موږ سره ملتیا وکړئ.

۱ ـــ تل مثبت فکر وکړئ:

له خپل ذهن څخه ټول بد فکرونه بهر کړئ، هڅه وکړئ، چې کنټرول یې کړئ او د خپل زړه دننني غږ ته غوږ ونیسئ. هر کله چې ذهن ته مو منفي افکار راغلل، نو په چټکه توګه یې ودروئ. له خپل ذهن څخه منفي افکار بهر او پرځای یې مثبتو افکارو ته ځای ورکړئ، ځکه مثبت افکار د دې سبب ګرځي، چې تاسو په هوسا او چټکه توګه خپلې د پام وړ موخې ته ورسېږئ.

۲ ـــ خپله موخه پیدا کړئ:

خپله موخه په خپل ذهن کې انځور کړئ، دقیقاً په هماغه بڼه، چې خوښېږي مو ورته لاسرسی پیدا کړئ. ( مهمه نه ده، چې موخه مو د یوه نوي کور اخیستل، د یوې سوداګرۍ پیلول، په یوه مسلکي بدن جوړونکي باندې بدلېدل او یا نورې موخې وي ) د موخې انځورول د انګېزې یوه ستره سر چینه او له وړاندې تګ سره مرسته ده. ډېری خلک ډېر ښه او ځواکمن تخیل لري او دا موخو او هیلو ته د رسېدو له پاره، ډېر ګټور دی. د خپلې موخې پوسټر یا انځور ترتیب کړئ او خپله د خوښې وړ جمله پرې ولیکئ، د بېلګې په توګه: زه به له دریو میاشتو څخه په کمه موده کې د غړو د ښکلا په یوه غوره ورزش کار باندې بدل شم. د جملې د لیکلو پرمهال واقع بینانه عمل وکړئ، په دېوال کې هغه ځای وټاکئ، کوم چې تل ستاسو د سترګو په وړاندې قرار لري او پوسټر یا انځور په هماغه ځای باندې ولګوئ. په هغه صورت کې، چې د ورځې په اوږدو کې څو څو ځله ستاسو سترګې په هماغه ځای باندې ولګېږي او د پام وړ موخه در په یاد شي. تاسو کولای شئ، دا انځور د مېز د ښیښې لاندې او یا هم د کمپیوټر په ډیسکټاپ باندې ولګوئ، دا به له تاسو سره مرسته وکړي، چې خپله موخه لا ډېره ووینئ، په یاد ولرئ، چې دا هغه څه دي، چې موخې ته د رسېدو له پاره ستاسو انګېزه زیاتوي. که چېرې تاسو خپله موخه هېره کړې وي، دا انځور به یې تل تاسو ته در په یادوي.

۳ ـــ تاسو ولې موخې ته د رسېدو غوښتونکي یاست؟:

خپل دلیلونه پیدا او په یاد یې ولرئ. په دې اړه فکر وکړئ، چې تاسو واقعاً ولې خپلې د پام وړ موخې ته د رسېدو غوښتونکي یاست، یاد داښت واخلئ او خپلې موندنې تحلیل کړئ.        د بېلګې په توګه: که چېرې تاسو غواړئ، چې د خپل ملګري له پاره کوم کار ترسره کړئ معمولاً کومه انګېزه چې لرئ او هغې موخې ته د رسېدو له پاره، کومې هڅې چې کوئ، له هغې انګېزې څخه ډېره زیاته ده، کومه چې د خپلو شخصي موخو له پاره یې لرئ.

۴ ـــ د خپلې بریا پړاوونه یاد داښت کړئ:

خپلې ورځنۍ دندې په منظمه توګه یاد داښت کړئ، دا کار به تاسو ته ډېره زیاته انګېزه درکړي، په ځانګړې توګه، که چېرې تاسو هغه دندې ترسره کړئ، کومې چې لېست کړې مو دي. ستاسو په یاد داښتونو کې باید د دندې ستاینه، د هغو په تړاو ستاسو افکار او دغه راز د هغو په اړه ستاسو احساسات او تېروتنې شاملې وي. د ورځې په پای کې له خپلو لیکنو څخه خلاصه واخلئ او له هغه څه څخه چې د ورځې په اوږدو کې مو ترسره کړي دي، پایله واخلئ.

د ټولو لیکلو شویو دندو ترسره کول، تاسو د خوښۍ او رضایت احساس درکوي. د دندو نه ترسره کول او د کاغذ پرمخ هغو ته کتل، تاسو په دې باندې پوهوي، چې هغو ته د رسېدو له پاره، په راتلونکې ورځ کې ډېرې هڅې وکړئ، مثبت پاتې شئ او دوام ورکړئ.

۵ ـــ ګام په ګام وړاندې لاړ شئ:

کله وخت ستاسو د پام وړ موخه؛ یوه اوږد مهالې موخه ده او هغې ته د رسېدو له پاره اوږد مهالو هڅو ته اړتیا ده او ښایي تاسو هغې ته د رسېدو په لاره کې ستړي شئ او کومه انګېزه مو، چې پیل کې درلوده، لږ لږ را کمه شي. ښایي تاسو فکر وکړئ، چې څو میاشتو یا ډېر وخت ته اړتیا ده، چې خپلې موخې ته ورسېږم، په هغه صورت کې به دا وخت هم پای ته ورسېږي او هغه وخت را رسېږي، چې تاسو له خوب څخه را ویښ شوي یاست او وینئ چې موخې ته د رسېدو ټول پړاوونه مو بشپړ کړي او هغې ته رسېدلي یاست.

د اوږد مهال له پاره په موخه باندې تمرکز کول آسانه کار نه دی، نو څه وکړو؟:

تر ټولو غوره کار دا دی، چې خپله موخه په کوچنیو موخو ووېشئ، چې وکولای شئ، په بریالیتوب سره په مشخص وخت کې یې ترشاه پرېږدئ او په لېست کې یې چک مارک کړئ. د بېلګې په توګه تاسو نه شئ کولای، چې په یوه وخت کې یو غوایی وخورئ، خو که چېرې هغه په کوچنیو برخو ووېشئ، نو د وخت په اوږدو کې به دا کار ډېر آسانه وي، نو په آسانه توګه موخې ته د رسېدو له پاره، په ځانګړې توګه اوږد مهالې موخه، په کوچنیو برخو یې ووېشئ او له ټولو زاویو څخه یې وارزوئ. د هرې برخې د اړتیا وړ اقدام وپېژنئ او ترسره کول یې پیل کړئ.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د