افغانستان

افغان حکومت د بنديانو پر تبادله خواشينی دی

وال سټريټ ژورنال/ رويټرز: افغان حکومت د طالبانو او امريکا ترمنځ د بنديانو د تبادلې او غير مستقيمو خبرو اترو په اړه خپله انديښنه ښودلې، چې امريکايانو دوی له دې پروسې ناخبره ساتلي وو.

طالبانو د قطر هيواد په منځګړيتوب، امريکا سره د امريکايي پوځي د خلاصون مقابل کې خپل پنځه لوړپوړي چارواکي د ګوانتانامو له زندانه راخلاص کړل، چې ديارلس کاله يې دغه زندان کې له محاکمې پرته تېر کړل.

کرزي ته نژدې سرچينې وايي، چې ولسمشر له دې امله خواشينی دی، چې امريکا دی ناخبره ساتلی و او د طالبانو او امريکا تر منځ د بنديانو د تبادلې په اړه يې ټول مذاکرات د پردې تر شا کړي دي.

 

رويترز خبري اژانس د کرزي د نژدې سرچينو له قوله وايي، چې کرزی ځکه خواشينی دی، چې د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا په ډاګ پاتې شول، طالبانو او امريکا خپلې خبرې له دوی پټې ترسره کړې.

کرزی دا انديښنه لري، چې که امريکا د بنديانو تبادله له ده پټه کولای شي، نو نورې هم ډېرې اړينې خبرې او مذاکرات له پټ د پردې تر شا کيدای شي.

د کرزي له غبرګونه مخکې د سولې عالي شورا د نوموړو طالب مشرانو د راخلاصيدو هر کلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د یادو مشرانو خلاصون به د سولې پروسه کې مرسته وکړي.

رويټرز خبري اژانس د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له قوله ليکلي، چې د دغو طالب مشرانو خلاصون به هيڅکله د سولې پروسه کې مرسته ونه کړي او د سولې شورا هسې خپل ځان خوشحالوي.

افغان چارواکيو او ګڼو امريکايي سناتورانو انديښنه ښودلې، چې د دغو طالب مشرانو خلاصون به افغانستان کې د بهرنيو پوځیانو او افغان حکومت پر خلاف تاوتريخوالی نور هم زيات کړي.

وال سټريټ ژورنال د امريکايي چارواکيو له خولې ليکلي، چې دغه ازاد شوي طالب مشران به تر يوه کاله د قطر هيواد کې له خپلو کورنيو سره اوسي.

وال سټريټ ژورنال ليکلي، چې د بنديانو له تبادلې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ولسمشر کرزي سره تيليفوني خبرې وکړې او هغه سره يې په اړه معلومات شريک کړل.

د متحده ايالاتو د دفاع وزير چک هيګل وايي، چې ولسمشر کرزی يې ځکه تياره کې ساتلی و، چې دوی نه غوښتل د بنديانو د تبادلې خبره رسنيو ته ووځي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې امريکا دا حق نه لري، چې افغان بنديان درېيم هېواد ته وسپاري او دا کار د دواړو هېودو تر منځ د شوي تړون څخه “سرغړونه” ده.

وال سټريټ ژورنال زياتوي، چې د بهرنيو چارو وزارت دا نه ده روښانه کړې، چې د کوم تړون له مخې بايد دا کار نه وای شوی.
د ولسمشرۍ دواړو مخکښو نوماندو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x