fbpx
focus red word and conceptual target with arrow reflect on white background

څنګه پر کلیدي او اغېزمنو کارونو باندې تمرکز وکړو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

هره موخه چې ټاکئ، په هغه صورت کې، چې پر کلیدي او اغېزمنو کارون باندې تمرکز وکړئ او په سمه توګه یې ترسره کړئ، نو ډېر پرمختګ به ولرئ، یو ډېر مهم اصل دی، نو که چېرې د پرمختګ او بریا په لټه کې یاست، باید په دې باندې پوه شئ، چې څنګه پر کلیدي او اغېزمنو کارونو باندې تمرکز وکړئ.

د دې کار له پاره، باید لومړی کلیدي او اغېزمن کارونه وپېژنئ، البته شونې ده، اړ واوسئ، چې د کلیدي او اغېزمنو کارونو د پېژندنې له پاره وخت ځانګړی کړئ، خو ډاډه اوسئ، چې ارزښت یې لري، خو څنګه دا کار ترسره کوئ؟

موخه مو چې هرڅه وي، تر یوه بریده مشخصه ده، چې کوم کارونه مهم او کلیدي دي، خو کله وخت مهم او کلیدي کارونه ډېر څرګند او روښانه نه دي، نو د هغوی د پېژندنې له پاره کولای شئ، له نورو څخه مرسته وغواړئ او که چېرې دا ډول کسان نه وو، تر ټولو غوره کار دا دی، چې پایلو ته پام وکړئ او وګورئ، کوم کارونه دي، چې په ترسره کولو سره یې پایله تر لاسه کوئ او یا غوره پایلې ته رسېږئ، نو په دې توګه کولای شئ، چې کلیدي او اغېزمن کارونه وپېژنئ.

۱ ـــ په یوې موضوع باندې تمرکز کول:

په یوې موضوع باندې تمرکز کول، د بریا د تر لاسه کولو له پاره، د حیاتي عنصر واحد ګڼل کېږي. د دې له پاره، چې په ځان کې د ذهن د تمرکز عادت وروزوئ او وکولای شئ، چې په هغه واحد کې، یوازې یوې موضوع ته پام وکړئ، د نفس د انضباط په نامه یوې وسیلې ته اړتیا لرئ، ښایي په لومړیو کې ډېر سخت تر سترګو شي، خو په پرله پسې تمرین سره، کولای شئ د نفس انضباط ته ورسېږئ.

۲ ـــ د کلیدي او اغېزمنو کارونو له پاره د ډېر وخت ځانګړي کول:

ښایي د ټولو کارونو د ترسره کولو له پاره کافي وخت په واک کې ونه لرئ، دا چې وخت مو سپمولی وي، نو په پرېکنده ډول کلیدي او اغېزمنو کارونو ته د عمل جامه ور واغوندئ. خپل استعدادونه او وړتیاوې په هغو کارونو باندې متمرکزې کړئ، چې په رښتینې توګه د توپیر د را منځته کېدو سبب ګرځي.

په دې باندې ټول پوهېږو، که چېرې د ذره بین ښیښه لمر ته ونیسو او ترې لاندې د کاغذ یوه ټوټه کېږدو، د کاغذ په کومه برخه باندې چې د لمر د تودوخې تمرکز دی، نو د کاغذ هغه برخه سوزوي؛ په همدې منطق، کله چې د انسان خواره واره ځواکونه، په یوې واحدې موضوع باندې متمرکز شي، نو بریا به یې حتمي وي.

۳ ـــ د لومړیتوب د ارزښت پر بنسټ د کارونو ترسره کول:

کارونه تل د لومړیتوب د ارزښت پربنسټ ترسره کړئ د ۸۰ سلنه/ ۲۰ سلنه قانون څخه په پیروۍ سره، په غوره توګه له وخت څخه ګټه واخلئ.

۴ ـــ افکار او پروګرامونه مو ولیکئ:  

افکار مو د کاغذ پر مخ ولیکئ، مخکې تر مخکې د خپلې هرې ورځې د کاري پروګرام او فعالیتونو لیک لړ جوړ کړئ او له هغه سره سم عمل وکړئ. لوړ پوړي مدیران، چې په نړۍ کې د تجربې او مهارت په خاطر مشهور دي، خپل کارونه د لومړیتوب د ارزښت پر اساس درجه بندي کوي او په ترتیب سره یې ترسره کوي.

له ورځني لړ لیک څخه ګټه اخیستنه د دې سبب ګرځي، چې وخت وسپموئ او دا شونتیا برابروي، چې د خپلو ورځنیو فعالیتونو کچه ۲۵ سلنه زیاته کړئ. په خپل ځان کې دا عادت وروزئ، چې له کار څخه تر فارغېدو وروسته، څو دقیقي د بلې ورځي د فعالیتونو پروګرام ته ځانګړې کړئ، نیم بشپړ شویو کارونو ته د لیک لړ په سر کې ځای ورکړئ او نور فعالیتونه د ارزښت پر اساس یو پر بل پسې ولیکئ. په دې ترتیب خپل نا هوښیار ذهن ته دا موکه ورکوئ، چې تاسو د استراحت په حال کې یاستئ، چې په دې موخو او فعالیتونو باندې کار وکړي.

۵ ـــ پرته له کومې خبرې د کارونو ترسره کولو ته ځان متعهد کول:

پرته له کومې خبرې د ورځنیو فعالیتونو د لیک لړ ترسره کولو ته ځان متعهد کړئ. د اجبار او چټکتیا حس په رامنځته کولو سره، هڅه وکړئ، ترڅو لیک لړ شوي فعالیتونه پای ته ورسوئ. اجازه ورکړئ، چې ستاسو د اړتیا حس تر فشار لاندې راولي او د کار په پای ته رسېدو باندې ټینګار وکړي. د چټکتیا او بیړې حس یوه له بریالیو ځانګړتیاوو څخه ده، چې افراد په کار و بار او صنعت کې ترې برخمن دي.

۶ ـــ د کارونو د ترسره کولو چټکتیا زیاته کړئ:  

په کار و بار کې بریا د کړنو او عمل چټکتیا ته اړتیا لري. هرڅومره، چې ډېره او چټکه هڅه وکړئ، نو په هماغه اندازه، د خپل بدن له انرژۍ څخه ډېره ګټه اخلئ او په ځان کې لا ډېر ځواک را منځته کوئ او هر څومره چې ورو کار وکړئ، له ځان څخه کمه ګټه اخلئ او له کاره لوېږئ. دې ته ډېره اړتیا لیدل کېږي، چې د مسلک په ټاکنه کې خپل استعداد او لېوالتیا په پام کې ونیسئ او د خوښې وړ او انګېزه بښونکي کار وټاکئ.

۷ ـــ تمرکز پر کلیدي کارونو، نه په فوري کارونو:

دا ټکی مه هېروئ، چې فوري کارونه ډېر کم د ارزښت وړ دي او مهم کارونه ډېر کم فوري اړخ پیدا کوي یا په بل عبارت بېړني کارونه ناګهانه د ورځنیو فعالیتونو له خېټې څخه را څرګندېږي او موږ تر ډېر فشار لاندې راولي، ترڅو له مهمو کارونو څخه چې په ظاهره اړین نه دي، غافل شو او په هغو کارونو پسې لاړ شو، چې په ظاهره مهم، خو په حقیقت کې اړین نه دي.

په عین حال کې د ورځنیو فعالیتونو له لړ لیک څخه په پیروۍ، په ډېرې آسانۍ سره کولای شو، دا ستونزه له منځه یوسو او کارونه د ارزښت پر بنسټ ترسره کړو، دا چې کارونه مو د ارزښت پر اساس ترتیب کړل، په غیر ارادي توګه له فوري او بې ارزښته کارونو سره  لاس و ګرېوان کېږئ نه.

د پای ټکی:

په کلیدي او اغېزمنو کارونو باندې د تمرکز په اړه، ډېر مهم ټکی، چې باید پرې پوه شئ، دا دی چې لومړی په دې تګلاره باندې اقدام کول ډېر سخت دي او ښایي د ناهیلۍ سبب مو شي او څو څو ځله وغواړئ، چې خوشې یې کړئ او کارونه په پخوانۍ تګلارې سره، ترسره کړئ، دا زموږ نا خبره ذهن دی، چې د سختو کارونو له ترسره کولو څخه تښتي او په ځانګړي مهارت سره، چې په دې برخه کې یې لري، ډېری وخت بریالی کېږي هم.

اړینه ده، چې خپل حواس را ټول کړئ، چې د هغه د وسوسو تر اغېزې لاندې را نه شئ او پوه شئ، چې سخت او آسانه کارونه دواړه یو عادت دی، که چېرې ځان مو د آسانه کارونو په ترسره کولو سره عادت کړی وي، نو سخته کارونه مو ځوروي، یا حتی برعکس. تاسو باید تل په کلیدي او اغېزمنو کارونو باندې په تمرکز کولو سره ځان عادت کړئ، ښایي پیل یې سخت وي، خو ډاډه اوسئ، چې ډېر زیات خوندونه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د