fbpx

بریالي کسان څنګه فکر کوي؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری کسان تل د هغې کیلۍ په لټه کې دي، چې په وسیله یې وکولای شي، بریا ته ورسېږي. د افکارو بدلون، ستاسو ژوند ته بدلون ورکوي، دا کار په ظاهره ډېر آسانه برېښي، په دې حالت کې ډېری کسان فکر کوي، چې د بدلون له پاره ډېره ناوخته شوې ده او یا د نویو څیزونو د زده کولو له پاره کافي وخت نه لري. له محدودو افکارو سره ژوند کول، د دې سبب ګرځي، چې نا خبره له بدو پېښو سره مخامخ شئ. کله چې له ځان سره فکر کوئ         ( نه شم کولای، چې کوم کار ترسره کړم) په حقیقت کې هم نه شئ کولای، چې کوم کار ترسره کړئ. که چېرې د بریالیو کسانو د فکر بڼه ولرئ او په دې لید لوري سره، چې         ( زه کولای شم ) یا ( زه دا کار ترسره کووم ) ژوند وکړئ، نو تل به خپلو موخو ته ورسېږئ.

ستاسو افکار، ستاسو په ژوند کې بېساری ځواک لري او ستاسو احساس او چلند ستاسو د تفکر یو ډول انعکاس دی. په دې لیکنه کې بریا ته په رسېدو باندې د فکر د اغېزې اووه لاملونه راوړل شوي. په دې ټولو مواردو کې د خپلو کمزورو ټکو پرځای په خپلو وړتیاوو باندې تمرکز وکړئ.

خپلو افکارو ته وده ورکړئ:

کله وخت ښایي داسې احساس وکړئ، چې په خپل کار کې پرمختګ نه لرئ، ستاسو ثابت ذهنیت وایي، چې شرایط همدا دي، هر څه چې وکړئ، بدلون نه رامنځته کېږي؛ که چېرې ذهن مو وده کړې وي، نو په دې باندې باوري کېږئ، چې کولای شئ، په سختو او ستونزمنو کارونو کې بدلون را منځته کړئ، غبرګون یې ووینئ او په هغه کار کې د خپلې فردي پراختیا له پاره اړین شرایط را منځته کړئ. د محدود کوونکي او پیاوړي کوونکي باور ترمنځ ډېر زیات توپیر شتون لري. که باور لرئ، چې ستاسو وده یوازې په همدې کار پورې محدوده شوې، چې دم ګړۍ یې ترسره کوئ، له بده مرغه نه شئ کولای، چې پرمختګ وکړئ، خو که چېرې د سترو کارونو د ترسره کولو له پاره په خپلو وړتیاوو باندې باور وکړئ، هر هغه ارزښتمن څیز، چې په خپل ژوند کې یې په لټه کې یاست، تر لاسه کوئ.

د سرچینو د کمښت پرځای د پراخ ذهنیت لرل:

د سرچینو د کمښت ذهنیت له ځانه لرې کړئ. نړۍ ډېره پراخه ده او هېڅوک د بل چا ځای نه تنګوي. داسې تصور وکړئ، چې ستاسو یو له همکارانو څخه غواړي، یو خصوصي شرکت واخلي او د تاسو هم ډېر خوښېږي، چې دا کار ترسره کړئ، په هغه صورت کې چې د سرچینو د کمښت ذهنیت ولرئ، نو فکر کوئ، چې یوازې همدا شرکت شتون لري، یوازې په همدې تګلارې سره بریا ته رسېږئ او هڅه کوئ، چې هرومرو یې تر لاسه کړئ. د سرچینو کمښت یو ډول بد ګماني رامنځته کوي او د دې سبب کېږي، چې له وېرې سره ژوند وکړئ، خو که چېرې پراخ ذهنیت ولرئ، نو دې ته مو پام کېږي، چې په نړۍ کې ډېر کارونه شتون لري او حتا کولای شئ، چې ورته شرکت را منځته کړئ. پراخ ذهنیت تاسو ته اجازه درکوي، چې له سالم رقابت سره سره، له خپل همکار سره مشوره وکړئ او د خپلو نظریاتو په اړه، له یو بل سره خبرې وکړئ او غوره پایلو ته ورسېږئ.

له ماتې خوړلو څخه مه وېرېږئ او وې منئ:

له ماتې خوړلو څخه وېره، یو له مهمو دلایلو څخه دی، چې د دې سبب ګرځي، ترڅو کار را منځته کوونکي بریالی نه شي او حتی له ماتې خوړلو څخه د وېرې له امله نوی کار پیل نه کړي. ترڅو چې لومړی ګام پورته نه کړئ، بریا ته نه شئ رسېدلی. په حقیقت کې وده کول، غلطي کولو ته اړتیا لري، خطره منل وېرونکی کار دی، خو ځای پر ځای درېدل له هغه څخه وېرونکی ثابتېدلای شي. کله چې باوري یاست، چې ماتې به وخورئ، نو احتمال یې ډېر زیات دی، چې له ماتې سره به مخامخ شئ. په یاد ولرئ، که چېرې پرمختګ ونه لرئ، نو داسې وګڼئ، چې ماتې مو خوړلې ده؛ له دې امله غوره ده، چې له خپلو فرصتونو څخه ګټه واخلئ.

لنډ مهالې موخې او اوږد مهالی لید ولرئ:

د بریالیو کسانو د فکر بڼه او اوږد مهالی لید ولرئ. که چېرې ونه پوهېږئ، چې چېرته ځئ، نو پایلې ته نه رسېږئ، دا موارد کولای شي، په دنده کې پرمختګ او ارتقا، د دندې بدلون او د یوه نوي کار و بار پیل وي، مخکې تر دې، چې خپلې لنډ مهالې موخې وټاکئ، تر ټولو لومړی له بریا څخه هغه اوږد مهالی لید یاد داښت کړئ، چې لرئ یې. هڅه وکړئ، چې له هغو څیزونو څخه روښانه او واضح انځور ولرئ، کوم چې غواړئ یې. دا کار د دې سبب ګرځي، چې له نورو څخه یو ګام وړاندې شئ. د بېلګې په توګه: که غواړئ، چې د خپل شرکت موخې وټاکئ، نو هرومرو دا مشخص کړئ، چې په پنځو راتلونکو کلونو کې مو شرکت له کاري، کړنیز او موقعیت له پلوه په څه وضعیت کې وي، دا کار ستاسو د انګېزې له خوندیتوب او د کاري ټیم له همغږۍ سره مرسته کوي.

د قوانینو له بدلون څخه مه وېرېږئ:

د موقعیتونو د رامنځته کېدو له پاره له خپلو شخصي ځانګړتیاوو څخه ښه ګټه واخلئ او اجازه مه ورکوئ، چې نور مو وړتیاوې له منځه یوسي. معمولاً هغه کسان، چې له خطرې منلو سره مخالف دي، ډېر کم بریا ته رسېږي، خو هغه افراد، چې د خطرې منلو ورحیه لري او هغه اشخاص چې مبتکر، خوځنده او مبارزه غوښتونکي دي، دا نو هغه کسان دي، چې نړۍ ته بدلون ورکوي. بریا د پایښت، وړتیا او ابتکار له کبله را منځته کېږي، له دې امله که چېرې غواړئ، چې په خپله دنده کې پرمختګ وکړئ، نو غوره ده، چې لږ له چار چوکاټ څخه بهر شئ.

 

د خپل زړه خبرې ته غوږ ونیسئ:

کابو موږ ټول، کله چې غواړو کوم کار ترسره کړو، نو ټول اړخونه یې په پام کې نیسو او په اړه یې ښه فکر کوو. دا کار سم دی، خو کله وخت ډېر فکر کول، د دې سبب ګرځي، چې په تصمیم نیونه کې له شک او تردید سره مخامخ شو. ډېری وخت زموږ احساس کولای شي، په سمه تصمیم نیونه کې له موږ سره مرسته وکړي. که چېرې له شک او تردیده سره مخامخ شوئ، نو ستاسو لید کولای شي، تاسو ته په سم تګلوري لارښوونه وکړي؛ نو د خپل زړه خبرې ته غوږ ونیسئ او خپل احساس وپېژنئ.

اجازه ورکړئ، چې په ټولو کارونو کې مو مثبته انرژي جاري شي:

که چېرې ټاکل شوې وي، یو له هغو کارونو څخه، چې په اړه یې فکر مو کړی دی، عملي کړئ، نو باید په مثبت حس سره یې ترسره کړئ. د څېړنو پر بنسټ، د خوشالۍ احساس او بریا ته د رسېدو ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري. هڅه وکړئ، چې د هرڅه ښه برخه ووینئ. که چېرې د خپل کار و بار په کومه برخه کې مو ماتې وخوړه، نو مه ناهیلي کېږئ او موضوع د ځان له پاره مه ستروئ، ځانته ووایئ، چې دا یوه کوچنۍ موضوع ده او کولای شئ، چې په ډېرې آسانۍ پرې غلبه وکړئ. ژوند ته د مثبت لید لرل، ستاسو له پاره ډېرې زیاتې مثبتې پېښې را منځته کوي، کله چې ګیلاس نیم ډک وینئ، نو دا کار تاسو سمې لارې ته بیایي. په حقیقت کې، ښایي بریا خپل په خپله ستاسو د نېکمرغۍ لامل نه شي؛ خو د یوه مثبت ذهنیت لرل، ستاسو په ژوند کې لا ډېرې بریاوې را منځته کوي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د