fbpx

د روغتیا لپاره د ټولنیز اوسېدو ګټې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

انسان په ټولنیزو ډلو کې نړۍ ته راځي او خپل ټول ژوند د یوې ټولنې په یوه برخه کې تېروي، په همدې خاطر نه شو کولای، چې د فرد له بشپړتیا ( تکامل ) څخه د ټولنې عنصر لرې کړو، خو آیا تر دې دمه مو دې ټکي ته پام کړی دی، چې ټولنیزې اړیکې څنګه په روغتیا باندې اغېزه کوي؟

انسانان خوبونه لري، زده کړه کوي، وده او کار کوي. هغه ټولنه، چې موږ پکې زېږېدلي یو او هغه ټولنې، چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې څارو، زموږ شخصي هویت را منځته کوي.

ډېری کسان په ټولنیزو تعاملاتو کې، د آرامتیا احساس لري او د ګډو تجربو له لرلو څخه خوند اخلي، دغه راز ځینې کسان د دوست او ملګري لرل، انګېزه ګڼي، ترڅو وکولای شي ښه او سالم فعالیتونه پیل کړي

څېړنې ښیي، د افرادو ترمنځ اړیکې د بدن د عصبي سیستم ځینې برخې تحریکوي، ترڅو عصبي لېږدونکي ترشح کړي، چې د ژور خپګان او اروایي فشار په وړاندې د غبرګونونو د تنظیم دنده پر غاړه لري. په بله وینا کله چې موږ څېره په څېره اړیکه لرو، نو په ډېرې آسانۍ سره کولای شو، په اوږد مهال کې د اراوایي فشار په فکتورونو باندې غلبه وکړو.

دغه راز کارپوهان په دې باور دي، چې د ټولنیزو تعاملاتو په پایله کې ډوپامین تولیدېږي، چې دغه راز مورفین په طبیعي توګه کړنې ترسره کوي، هغه څېړنې چې په تېر کې ترسره شوي دي، هم د دې ښکارندویي کوي، چې ټولنیز تعاملات ډېر ګټور دي. د یوې څېړنې پایلې څرګندوي، هغه کسان چې د سرطان ناروغۍ له امله تر کېمیاوي درملنې لاندې راځي، چې د ټولنیز اوسېدلو، د کورنۍ غړو او دوستانو له ملاتړ څخه برخمن دي، له جسمي او رواني پلوه ځواکمن دي.

دغه راز د څېړنو پایلې څرګندوي، له نورو سره تعامل لرل، د مغز د روزنې سبب ګرځي. ټولنیزې انګېزې او اړیکې د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کوي او مغز له عصبي ناروغیو څخه خوندي ساتي.

همدا راز تېر کال د ترسره شویو څېړنو پایلو وښوده، چې د دوستانه اړیکو ساتل په بوډا توب کې د عقل له زوال څخه مخنیوی کوي.

په دې پایلو سره بېره، وروستیو څېړنو څرګنده کړه، چې ټولنیزې اړیکې له جسمي روغتیا سره مستقیمه اړیکه لري او د بدن په روغ ساتلو کې مهم رول لوبوي. په هالیند کې وروستیو ترسره شویو څېړنو وښوده، هغه کسان چې د ټولنیز اوسېدو له پلوه فعال دي، ډېر کم د شکرې ناروغۍ په دویم ډول باندې اخته کېږي.

د مډیکل نیوز ټوډې د راپور پر بنسټ، وروستۍ څېړنې څرګندوي، هغه کسان چې له نورو کسانو سره په ګډه ورزش کوي، د هغو کسانو په پرتله ډېر کم اروایي فشار لري، کوم چې په یوازې توګه ورزش کوي او له غوره اروایي او جسمي روغتیا څخه برخمن دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د