
د هيواد ختيځ کې د ايساف يو عسکر وژل شوی
افغانستان کې د بهرنيو عسکرو ايساف دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد په ختيځ د دوی يو عسکر د طالبانو په وسلوال بريد کې وژل شوی دی.
خبر زياتوي، چې نوموړی عسکر پرون دوشنبه طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
ايساف د خپلې کړنلارې له مخې د وژل شوي عسکر هويت او د پېښې دقيق ځای نه ښودلی.
د ايساف له قوله د روان ۲۰۱۴ ميلادي کال له پيله تر اوسه افغانستان کې د ايساف ۳۳ عسکر وژل شوي، چې ۲۲ تنه يې امريکايان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.