
له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فایبر د لېږد چارې پیل شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فایبر د لېږد چارې پیل شوې او د دې پروژې په بشپړولو سره به په انټرنېټي خدمتونو کې غوره والی او بدلونونه هم راشي.
د یاد وزارت سلاکار خان زمان امرخېل وايي، له ترکمنستانه د نوري فایبر چارې د ټاپي سره هم مهاله پیل شوي، چې د نیمروز، هرات، کندهار او هلمند ولایتونو به تر پوښښ لاندې ونیسي.
د امرخېل په خبره، د نوري فایبر پروژې په بشپړېدو سره به په ډېرو ولایتونو کې د انټرنېټ اسانتیاوې رامنځته شي او بیې یې به هم ټیټې شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له چین سره یې هم ورته هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې د بدخشان له لارې به افغانستان ته د نوري فایبر د غځېدو چارې پیل شي.
د یاد وزارت مسوولین وايي، تر راتلونکو پنځو کلونو پورې له تاجکستان او قرغزستانه هم د نوري فایبر د لېږد چارې پیل کړي، چې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې به خلکو ته د انټرنېټ اسانتیاوې رامنځته شي.
اوس مهال د انټرنېټ ډېری کارونکي د بیو د لوړوالي او ټیټ کیفیت له امله له انټرنېټي خدمتونو سر ټکوي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د بېلابېلو مخابراتي کمپنیو له لوري د ۳جي خدمتونه هم پیل شوي؛ خو کیفیت یې لا هم ټیټ دی.
په دې وروستیو کې د افغان بیسم مخابراتي خصوصي شبکې د ۴جي خدمتونه هم وړاندې کړي.