fbpx

انټرنيټ هم جنت او هم دوږخ

عبدالغفار جُبیر

داچي انټرنیټ ورځ تر بلې پر مخ روان دئ، او ډول ډول انټرنیټي جالونه پرانستل کیږي، له همدې کبله موږ مسلمانان باید داسي استفاده ورڅخه وکړو تر څو د آخرت توښه مو سي.

په اوسني وخت کي په افغاني ټولنه کي فېسبوک، ټویټر، وټساپ، تلیګرام او نور… ډېر استعمالیږي، مخکي له دې څخه چي یو ورور/خور یو اکاونټ جوړوي باید له ځانه سره دا ټینګ هوډ وکړي، چي ددغه اکاونټ له لارې به یو څه خپله زده کوي، بل ته بې ورښیي، فاحشه لیکنه، انځور، اډیو او ویډیو به نه لایکوي، نه بې شیروي او نه به بل چاته دداسي غیر اسلامي شیانو توصیه کوي.

په شریعت کي دا ټول لاندني کړنې حرامي دي:

۱: یو څوک فاحش او غیر اسلامي ګروپ یا پاڼې ته داخلول.

۲: فاحشې او غیر اسلامي لیکنې، انځور، اډیو او ویډیو ته لایک ورکول.

۳: فاحشه غیر اسلامي لیکنه، انځور، اډیو او ویډیو شیر کول.

۴: یو چاته د فاحش او غیر اسلامي ګروپ یا پاڼې لنک ورکول.

یادونه: ټول هغه مبارزین چي د عیسائیت، الحاد او کفري نړۍ سره خپله سپېڅلې مبارزه پر مخ بیايي او نور ملګري د کفارو په پاڼو یا ګروپونو کي داخلوي تر څو د هغو دفاع وکړي هغه ورڅخه مستثنی دي.

که کوم ورور/خور پورتني اعمال ترسره کړي، ددې مطلب دادئ چي د انټر نیټ له لارې یې خپل ځانته په دوږخ کي ځای پیدا کړ.(العیاذ بالله) دا ځکه په قرآنکریم کي راځي:

ولاتعاونوا علی الاثم والعدوان.

ژباړه: تاسي یو دبله پر ګناه او معصیت باندي همکاري مه سره کوئ.

و بل لورته که کوم ورور/خور لاندي اعمال تر سره کړي:

۱: خپل ملګري و اسلامي ګروپ او پاڼې ته داخل کړي.

۲: خپل یا د بل اسلامي پوسټونه خپاره، شیر یا لایک کړي.

۳: نورو ملګرو ته توصیه وکړي چي دغه اسلامي پوسټ وګوره او یا یې لایک او شیر کړه.

۴: یو ملګري ته د اسلامي ګروپ، پاڼې، پوست او لنک ولیږي.

په دغه صورت کي مو ثواب وګټئ.

له تاسو غوښتنه لرم:

تاسي کوښښ وکړئ چي خپله هم غیر اسلامي پوسټونه و نه ګورئ او نه یې لایک یا شیر کړئ او نه بل چاته توصیه وکړئ چي غیر اسلامي پوستونه شیر یا لایک کړي؛ برعکس کوښښ وکړئ چي اسلامي او فکري پوسټونه شیر، لایک او خپاره کړئ.

د انټر نیټ له لارې به نورې اسلامي لارښوونې وروسته خپرې کړو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ساحل
میلمه
ساحل

مننه محترمه وروره
زه يوه پښتنه لرم ایا فیسبوک او یا نورو ټولنیزو شبکو ته انځور پورته کول ګناه ده کنه
د ځواب پم تمه

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

هو

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ساحل صاحب ! ستاسی پوښتنی ته خو به ذبیر صاحب یا نور مجتهد علما کیدی شی مناسب او د منلو ور ځواب درکړی زه چه د علماوو په شاګردانو کی هم نه راځم د خپل ناچیزه اسلامی معلومات له مخی به هم ځواب نه بلکه یو ناچیزه معلومات درسره شریک کړم : شلمه پیړی کی د برق او یوویشتمه نړی کی د کمپوتر او انتر نت په کشفیدلو ساینس او تکنالوژی د پام وړ پرمختګ وکړو او کوی دوه ویشتمه پیړی کی به لا دا نړی ودانه نه وی او که ودانه وی او انسانان هم ژوندی وی یووبیشتمی پیړی… نور لوستل »