fbpx

انسان/ منیب

رحمت الله منیب

زندګي لیـــل و نهــــار لــــــــري انســـــــان
لکه ګل خـــزان ، بهـــار لــــــري انســـــــان

په مغزو کې یې پېچلی نظـــام پـــروت دی
هم رګـــــــونه لـــکه تــــــار لـــري انســــان

د خــوراک او د څښـــاک سیسټم یې ګـوره
ځای د طــــــرحي او ادرار لــــري انســـــان

ځیني غـــړي یې په واک ځیني بې واکـــــه
تخلیق پـــانګـــه د جبــــار لـــــري انســـــان

له نېستي څخه هستي له هستي نیست شي
ګــــوره دا رنګه بـــازار لـــــري انســـــــــان

په ضمیر او په وجـــدان یې سره بېل کــړي
څــه عجیبــــه لابراتــوار لـــــري انســـــــان

چې ســــاده د غـــزل تــــوري پـــکې پېیي
مهـــارت د داسي هـــار لـــــري انســــــــان

تکبــــــر ور ســـــــــره نه ښـــــایی منیبــــه
چې قـــادر پــــروردګار لـــــــري انســـــــان

04/03/2018

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د