نړۍ

هند: د کلیو پراختیا وزیر په ترافیکي پېښه کې ومړ

نن سهار د هند په پلازمېنه ډیلي کې د یاد هېواد د کلیو پراختیا وزیر ګوپ نات منډي په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شو. دغه وزیر د بې جې پې ګوند غړی و، چې د یاد ګوند یوه تن هرش وردن په خبره ګوپي نات مندي هوايي ډګر ته په لاره کې خپل موټر له بل موټر سره وجنګاوه او د سختو ټپونو له امله يې په روغتون کې ساه ورکړه.

شپږڅلویښت کلن ګوپ نات منډي تر دې وړاندې د مهاراشټر ایالت مشر وزير پاتې شوی دی.  او دوه ځله په پارلماني ټاکنو کې بریالی شوی هم وو. د رسنیو له قوله په هند کې د ګڼ نفوس له کبله ترافيکې پېښې ډېرې کېږي، چې دوه کاله وړاندې پکې د یوکال په اوږدو کې نږدې یونیم سل زره تنه د ترافیکو پېښو له امله له منځه تللي دي. یاده دې وي چې د ګوپي نات منډي جسد به نن ماسپښین د ګوند دفتر ته ورسول شي او له هغه وروسته به خپل پلرني ټاټوبي ته یووړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x