
د مينې ډېوه / نظام کندهاری
شاعر: نظام کندهاری
نزول دي د رحمت وي پر جانان د مدينې
هزار دَرود سلام پر قدردان د مدينې
بدرنګه دنياګۍ شوه د نفرت له تورتم خلاصه
ډېوه د مينې بله کړه سلطان د مدينې
نسکور شول لات، منات، او ماڼۍ ړنګه د کِسرا شوه
چې راغلی دې جهان ته عاليشان د مدينې
مرض يې د الحاد کړ له بيمارو زړونو ختم
هر درد لره شفاء مو شو درمان د مدينې
په روی يې چې دنيا او مافيها ټوله پيدا شول
نړۍ ده پوروړې د احسان د مدينې
په ورځ به د ميزان هم وي شافع د اُمتونو
کوي به سپارش مو مهربان د مدينې
نسيمه ځه په مينه هاشمي جانان ته وايه
نظام دې کړه مهمان لري ارمان د مدينې