عيسائيت په افغانستان کي (٢٨)‎

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

په حدیث شریف کي راځي:

قال ابن عباس رضی الله عنهما الاسلام يعلوا ولايعلی عليه (رواه البیهقی وحسنه الالبانی ۱۰۶/ ۱۰۸- ۵، الفتح ۲۱۸/۳،

ژباړه: د حضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي اسلام به لوړ وي او پرده هیڅ دین نشی لوړېدلای.

داچي اسلام تر ټولو دینونو لوړ دی په حقیقت، ماهیت، افکارو ،جوړښت، اصولو،د انسانیت په تعمیر کي، د ټولنې په جوړښت کي، د بشریت د سوکالۍ او خوښۍ لپاره نو ځکه و بل دین ته اجازه نشته چي ددې لوړ دین (اسلام) لپاره خنډ شي، نو ځکه و بایبل ته اجازه نشته چي په اسلامي نړۍ کي تبلیغ شي او یا مطالعه کړل سي.

حضرت عمر رضی الله عنه خپل واقعه داسي بیانوي، چي ما د اهل کتابو یوه نسخه تیاره کړه، او و نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته حاضر سوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چي دا څه شی دی؟ ما ورته وویل چي د یوه کتاب نسخه ده، چي ما تیاره کړېده، تر څو په علم کي مي زیاتوالی راسي، کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دا واورېدل دومرې په قهر او غصه سو چي دواړه باړخوګان یې سره سوه، د خلکو د جمع کولو لپاره یې د لمانځه اعلان وکړ، یوه انصاري وویل چي ستاسو پېغمبر ډېر په قهر دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم و منبر ته وختئ او وې فرمایل: ای خلکو ما تاسو ته جامع ترین او اخري کتاب راوړی دی، ما تاسو ته د الله د کلام خلاصه او اصل راوړی دی، ما و تاسو ته روښانه او صاف شریعت راوړیدی، تاسي زړه نا زړه مه کیږئ، او شک مه ښکاره کوئ، او دغه مشکوک یهود او نصارا دي تاسي په پریشانۍ کي نه اچوي، ددې تقریر وروسته حضرت عمر رضی الله عنه وايي چي زه ولاړ سوم او دغه کلمات مي وویل:

رضیت بالله ربا و بالاسلام دینا وبک رسولا

ژباړه: زه په دې راضی یم چي رب مي الله دئ، اسلام مي دین دئ او ته د الله رسول یې.

بیا نبی کریم صلی الله علیه وسلم له منبره را کښته سو.
(کنز العمال ۱-۲، حدیث نمبر ۱۶۲۶)

دا حدیث شریف په څو روایاتو راغلی دی، یو روایت یې دادئ:

أَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ الْحَسَنِ ، أنا أَبُو الْعَبَّاسِ الطَّحَّانُ ، أنا أَبُو أَحْمَدَ مُحَمَّدُ بْنُ قُرَيْشٍ ، أنا عَلِيُّ بْنُ عَبْدِ الْعَزِيزِ ، أنا أَبُو عُبَيْدٍ الْقَاسِمُ بْنُ سَلامٍ ، نا هُشَيْمٌ ، أَخْبَرَنَا مُجَالِدٌ ، عَنِ الشَّعْبِيِّ ، عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ أَتَاهُ عُمَرُ ، فَقَالَ : إِنَّا نَسْمَعُ أَحَادِيثَ مِنْ يَهُودَ تُعْجِبُنَا ، أَفَتَرَى أَنْ نَكْتُبَ بَعْضَهَا ، فَقَالَ : ” أَمُتَهَوِّكُونَ أَنْتُمْ كَمَا تَهَوَّكَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى ، لَقَدْ جِئْتُكُمْ بِهَا بَيْضَاءَ نَقِيَّةً ، وَلَوْ كَانَ مُوسَى حَيًّا مَا وَسِعَهُ إِلا اتِّبَاعِي ” (حديث مرفوع) ( رواه احمد والبیهقی فی کتاب شعب الایمان وهو حدیث حسن، )

ژباړه: د حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت د ی چي حضرت عمر رضی الله عنه و نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغئ او ورته وې ویل: موږ له یهودو څخه داسي خبرې اورو چي موږ ته خوند راکوي، ایا ستاسو اجازه ده چي موږ یو څه ورڅخه ولیکو؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
ایا تاسي په الهی کلام (قرآنکریم) کي داسي مشکوک یاست لکه یهود؟ ما و تاسو ته روښانه او صفا احکام راوړيدي، که چیري زما ورور موسی ژوندی وای، هغه به زما متابعت کړی وای.

وفي رواية: أن النبي صلى الله عليه وسلم غضب حين رأى مع عمر صحيفة فيها شيء من التوراة وقال أفي شك أنت يا ابن الخطاب ألم آت بها بيضاء نقية، لو كان أخي موسى حيا ما وسعه إلا اتباعي.

په یوه بل روایت کي راځي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د حضرت عمر رضی الله عنه سره د تورات احکام ولیدل هغه ورته په قهر او غصه سو، او ورته یې وویل چي ایا د خطاب زویه! ایا تاسي په (قرآنکریم) کي مشکوک یاست؟ …

داچي نبي کریم صلی الله علیه وسلم امیر المؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د تورات د ویلو او مطالعه کولو څخه منع کړ، نو اسلامي امت یې په هیڅ صورت نسي مطالعه کولای

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

هغه وخت نور تېر شو کوم چه پلار به می د صحابه وو خصوصاً ##### قصې راته کولې او ما به خوند ترې اخیست.
د اسلام د فطری دین او د هغه د ستر او برحق پېغمبر حساب د ځینو اصحابو او ځینو خلیفه ګانو د حساب څخه بالکل جلا دی.
##################### حذف ############

غوربندی
میلمه
غوربندی

غلام حضرت صاحب

له حضرت عمر رضی الله عنه څخه شیطان لاره چپوله خو ته مخامخ پرې لګېږې.

ستا د دا ډول خبرو په مټ شیطان خلکو ته د اهل دین او علماوو او مذهب او … په وړاندې د ګستاخۍ او بې باکانه نیوکو جرآت ورکولای شي او بس.

که دا ستا د پوهې محصول خبرې وي نو په دې پوه شی چې خدای پاک په ازل کې بدبخته پیدا کړي یاست.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

غوربندی صاحب! سلام علیکم. فقط دوه ټکئ: لومړئ: د یو مؤمن ایمان تر دې ډېر جګ دی چه د فلان یا فلان اصحابی په مینه یا نه مینه پوری تړلی وی. دوهم: د شیطان په فرهنګ کی دا نشته چه د کوم چا څخه لیاره چپه کړی.شیطان حتی د شیخ الانبیاء ابراهیم علیه السلام لمنی ته هم ور نژدې شو او د نمرود پلاس په بلی شوو لمبو کی ئې د ابراهیم د ملاتړ او خلاصون پیشنهاد او ملاتړ اعلان وکړ خو ابراهیم پخپل ابراهیمی غیرت د شیطان باطل دعوت ته د رد څاپېړه ور حواله کړه. اسلام یوازنی دین… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

غلام حضرت صاحب

تاسو د عمر رضی الله عنه د عالي فرمودې ظاهر ته کتلي، زه وام کاش یې په توره یو څو سرونه رېبلي تر څو د ځنو ګوسفندیانو لپاره دا ښه ټینګه په ثبوت رسیدلې وای چې د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت سره اسلام رحلت ونه کړ! !

جمال
میلمه
جمال

غوربندی صاحب ، له هغه وروسته چه په فاحشه خانه کی زیږیدلی او لوی شوی ترمپ پاچا شوی چه میرمن یی هم له فاحشه خانی خوښه کړی او …. له ( غ ) ع او غ نیولی تر ( غ ) ### پوری ټول بیمه شوی یعنی د رښتینی اخروی جنت په ځای ورته د دجالی جنتو ژمنه شوی . دجال ورته ویلی چه د چا پروا مه ساتی مونږ درڅخه قضایی مصونیت تر لاسه کړی ، امنیت مو زمونږ په لاس او واک کی دی له سر تر پښو زمونږ په واک کی یاست څه چه غواړو او څه… نور لوستل »

فانی
میلمه
فانی

سلام

رضیت بالله ربا و بالاسلام دینا وبک رسولا،،،

بدل شی په (رضيت بالله ربا وبالإسلام دينا وبمحمد صلي الله عليه وسلم نبياً ورسولاً)