افغانستان

پوځي شنونکي: امریکایان له افغان عسکرو د ډال په توګه کار اخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): پوځي شنونکي وايي د افغان عسکرو تلفات له دې امله ډېر شوي چې امریکايي عسکر يې د ډال په توګه کاروي.

کابل نیوز روسي پوځي شنونکی الکسیرونکوف وايي، افغان عسکر ځکه ډېر تلفات ويني، چې امریکایان يې تر شا پټېږي.

د دې شنونکي په باور امریکايي ځواکونو له افغان عسکرو داسې ګټه اخلي چې هغوی د جګړې په لومړيو لیکو کې وي او بهرنیان ور پسې وي.

نږدې کال وړاندې د هلمند په جګړه کې شریک عبدالجبار قهرمان هم دا مني، چې افغان عسکر تر بهرنیانو ډېر تلفات لري.

د هغه په خبره امریکایان يا د دوی تر شا وي، یا هم پوځي مرکزونو کې وي یوازې پلان ورکوي او افغان عسکر يې عملي کوي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو د جګړې له پیله افغان عسکر له دې اړخه ملامت بللي چې د بهرنیانو ساتونکي دي او د هغوی په مخکې جګړې ته ځان ورکوي.

طالبانو د همدې لپاره د «دعوت او ارشاد کمیسیون» جوړ کړی چې افغان عسکرو ته د بلنې له لارې د ټوپک اېږدو مشورې ورکوي.

یاده دې وي څه موده وړاندې ډاکټر غني هم وویل، چې د افغان ځواکونو تلفات خورا زیات شوي دي، د هغه په وینا په څلورو میاشتو کې شاوخوا ۲۵۰۰ تنه وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x