
کابل: د غزني د ولسونو په ملاتړ لاریون روان دی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): غزني کې د حکومت پر ضد لاریون څلورمې ورځې ته وغځيد، چې ههممهال ورسره په پلازمېنه کابل کې هم لسګونو ځوانانو دا غږ بدرګه کړ.
دوی د غزني په قره باغ کې د اربکیانو له لوري د یوې مېرمنې، ماشوم او یو ځوان وژنه لوی جنایت بولي او پر حکومت غږ کوي چې له دوی سره د شوي ظلم پوښتنه دې وشي.
څو ورځې وړاندې د غزني د قره باغ په شیر اباد کلي کې د نیختي د کلي هزاره اربکیانو د ابراهیم په نوم د یو تن پر کور چاپه ووهله، چې درې تنه يې ووژل او دوه يې ژوندي له ځان سر یووړل.
د دې پېښې په غبرګون کې سلګونو تنو د غزني ښار په منځ کې د کابل – کندهار لویه لاره تړلې ده، چې تېره شپه پرې امنیتي ځواکونه برید هم کړی دی.
د لاریون ګډونوال وايي چې امنیتي ځواکونو يې شاوخوا یوولس ملګري ټپیان کړي دي، خو ګواښ کوي چې دا غږ به خپ نه کړي.
په پلازمېنه کابل کې د همدې لاریون په ملګرتیا لسګونو ځوانانو د عیدګاه مسجيد مخې ته لاریون کړی او د حکومت ضد شعارونه ورکوي.
په دې لاریون کې چې ځينو سناتورانو هم برخه اخیستې، د غزني ولایتي اداره په بې کفایتي تورنوي او له مرکزي حکومته غواړي چې د غزني د خلکو غږ دې واورېدل شي.
تر اوسه مرکزي حکومت کوم غبرګون نه دی ښوودلی، خو د غزني ولایتي اداره د دې ستونزې په هواري کې پاتې ښکاري.