خوست: د کمپاین عسکرو پر یوه دیني مدرسه چاپه اچولې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): تېره شپه د خوست مرکز اړوند د دروغي کلي کې د کمپاین عسکرو د اشرف العلوم پر مدرسه چاپه اچولې، چې د مدرسې استادان او شاګردان یې وهلي ـ ډبولي او د مدرسې اړوند توکیو ته یې اور اچولی دی.

ځايي خلکو ویلي، ګډو ځواکونو د دې مدرسې لس تنه شاګردان له ځانونو سره وړي او لسو موټر سایکلونو ته یې اور اچولی او له منځه یې وړي دي.

د اشرف العلوم مدرسې استادانو رسنیو ته ویلي، چې ګډو ځواکونو د قران کریمونو او دیني کتابونو سپکاوی هم کړی او د مدرسې استادان او شاګردان یې سخت وهلي دي.

درې ورځې وړاندې هم د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو د یوې کورنۍ څلور تنه وژلي وو او دوه تنه یې ژوندي وړي وو.

تېره ورځ په خوست کې د نادرشاه کوټ او علیشېرو ولسوالیو زرګونه اوسېدونکو د کمپاین عسکرو پر ضد لاریون کړی وو.

کمپاین عسکر د امریکا د استخباراتي ادارې اړوند ډله ده، چې تجهیز، وسایل او پیسې هم دوی ورکوي او افغان دولت پرې حاکمیت نه لري.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر دیني مدرسو چاپو زور اخیستی، چې لسګونه شاګران یې وژل شوي او ځینې یې ژوندي بېول شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د