خوست؛ د کمپایني ځواکونو پر ضد لاريون

خوست: کمپايني ځواکونه خپلسري عملیات ترسره کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): خوست کې د کمپاین په نامه ځواکونه په سیمه کې پخپل سره عملیات ترسره کوي، چې ځايي چارواکو سره پرې مشوره هم نه کېږي.

مسیر ورځپاڼه د خوست د ځايي ادارې په حواله وايي چې دغه ځواکونه د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې خپل عملیات ترسره کوي.

د دې ډلې له لوري په علیشرو کې د یوې کورنۍ د اوو غړو له وژل کېدو وروسته په نادر شاه کوټ څلور تنه نور وژل شوي چې خلکو يې پر ضد پراخ لاریون ترسره کړ.

د همدې پېښو د څېړنې په موخه د ولسمشر د سلاکار اسدالله فلاح په مشرۍ سیمې ته پلاوی لاړ، چې پخپلې ناوسۍ يې اعتراف وکړ.

بې بې سې د دې سلاکار په حواله وايي چې کمپایني ځواکونه د امریکا له استخباراتو سره نېغه اړيکه لري او په سیمه کې يې هیڅوک هم د پوښتلو جرئت نه شي کولی.

که څه هم دې پلاوي ځينې څرګندونې له رسنیو سره شریکې کړې، خو مسیر ورځپاڼه د ځينو سرچينو په حواله وايي چې کمپایني ځواکونو اصلاً د پوښتلو لپاره دې پلاوي ته وخت نه دی ورکړی.

بې بې سې د اسد الله فلاح له خولې وايي، چې د دې ځواکونو په پوښتلو کې ولسمشر هم بې وسه ښکاري، هغه وايي ولسمشر دې دومره وکړي چې د دوی د تمویل له سرچینو سره دې د خلکو اندېښنې شریکې کړي.

تازه د خوست مرکز کې دې ځواکونو په یوه مدرسه چاپه اچولي، استادان او طالبان يې وهلي او زنداني کړي او د هغوی ګڼ نقلیه وسایط يې سوځولي دي.

په خوست کې د دې ځواکونو له لوري ملکي تلفات په داسې حال کې جریان لري، چې په مرکزي ولایت غزني کې هم د اربکیانو پر ضد لاریون څلورمې ورځې ته وغځيد.

د دې ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې اربکیانو د یوې کورنۍ درې تنه وژلي او دوه يې ژوندي وړي، چې سیمه ییزه اداره يې په ځواب کې پړه ښکاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د