ورزش

د افغانستان پر وړاندې زمبابوې لوبډله لومړی توپوهنه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د غوراوي سیالیو لوبه کې زمبابوې لوبډله لومړۍ توپوهنه کوي چې پېل یې تر دې د افغانانو په ګټه تمام شوی دی.

لوبه کې پچه زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، خو په لومړي سر کې د افغانستان غوره سوکه توپ اچونکي «مجیب ځدراڼ» د زمبابوې دوه مهم لوبغاړي او دولت ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځاوه، چې مخالف لوبډله یې له فشار سره مخ کړه.

د زمبابوې لخوا تر دې دمه یوازې برینډن ټیلر ښه لوبه ترسره کړې چې نوموړي ۴۰ منډې جوړې کړي او ناسوځېدلی ولاړ دی، اوسمهال زمبابوې په ۱۵ اورونو کې ۵۸ منډې جوړې کړي او ۳ ویکټې يې له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ ۲ ویکټې ترلاسه کړي، همدا ډول دولت ځدراڼ اقتصادي توپوهنه ترسره کړې چې په ۵ اورونو کې یې ۹ منډې ورکړي او یوه ویکټ یې ترلاسه کړې ده.

د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځیني جام لپاره د غوراوي سیالۍ په زمبابوې کې ترسره کیږي، چې افغانستان نن د زمبابوې په وړاندې دویمه لوبه ترسره کوي، دوی په لومړۍ لوبه کې له سکاټلېنډ لوبډلې څخه په ۷ ویکټو ماتې خوړلې وه.

د افغانستان لپاره نورې لوبې ګټل اړین دي، خو که چیرې یې له راتلونکو درې لوبو څخه ۲ وګټلې بیا به په بل پړاو کې په غوره اوسط سره مخکې ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x