دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام کې د سم سیاست د ځای ټاکل

ژباړه : عرفان الله لمر شرفزی

د څوارلسمې سپوږمیزې پېړۍ په پیل کېدو، کله چې اسلامي ډلو د اروپایی ښکېلاک د غلامۍ له کړۍ د ازادۍ لپاره پاڅون وکړ، نو دې افراطي او پاتې نظریې چې سیاست یې “پر ځمكه د خلافت او الهی حکومت” په توګه د دین د بنسټیزو او اصلی موخې په نوم خلکو ته ورپېژندو، پراختیا پیدا کړه.

دې تېروتی اند د مسلمانانو په منځ کې د وخت په تېریدو او په كرار کرار داسې ځای پیدا کړ، چې ډېر اسلامی پوهان هم ونه توانېدل دا احساس کړی، چې د دوی د اسلامی اند چورلیز (مسیر) بدلون کړی دی.

د “سیاسی ازادۍ” اړتیا او اهمیت په دومره کچه پر ذهنونو سیوری غوړولی و، چې ددې باریکې خو په ځنډ غټېدونکې تېروتنې او په دین کې د سم سیاست د ځای ټاکلو په اړه یې د فکر کولو وخت او فرصت نه درلود.

ددې پایله دا شوه، چې دغه ناسمه نظریه ځینو وګړو په خپله خوښه، سره له پوهاوی غوره کړه او ځینو په ناخبرۍ دغه نظریه بدرګه او تعقیب کړه او د ټولو خوځښتونو کړنو پرې د تائید داسې ټاپه ووهله، چې ډېرو اسلامی مفکرینو دغه د چورلیز بدلون احساس نه کړ.

په همدې وخت كې زما له معلوماتو سره سم حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوی لومړی كس دی، چې دغه ښکاره تېروتنه یې په دوه عبارتونو کې په ډاګه څرګنده کړې او د قران او سنت په دلایلو یې په دین کې د سیاست ځای په ګوته کړی. نوموړی په دې اړه ویلی:

” {الذين إن مكّناهم في الأرض أقاموا الصلاة وآتوا الزكاة وأمروا بالمعروف ونهوا عن المنكر}(1)

( (دغه مهاجر مظلومان) هغه کسان دي چې که چېرې قدرت ورکړو مونږ دوی ته په ځمكه کې (په دښمن باندې د غلبې په اعتبار) نو قایموي دوی (سم ادا کوي به سره له ټولو حقوقو)لمونځ او ورکوي به زکات او امر به کوی (خلكو ته) په معروف (په نیک شرعي کار) سره او منع کوي به (خلق) له بد كار څخه او خاص د الله په اختیار كې ده اخره خاتمه د ټولو کارونو).

د غه ایت په ګوته کو، چې دینداری مقصود بالذات (اصلی موخه) ده او د سیاست او جهاد امور اصلی موخه نده، بلکې د دیندارۍ “دین” په پښو ودرولو لپاره وسیلې دي. له همدې امله دین او ور پورې تړلي احکام ټولو نبیانو (علیهم السلام) ته ورکړل شوي دي، خو وسیلې یې کله چې اړتیا او مصلحت لیدل شوی ورکول شوي.

د وسیلو ځای په همدې کچې دی، چې یوازې د اړتیا او د هغې د رفع کولو لپاره ورکول کېږی. کیدای شي دا پوښتنه مخې ته راشی، چې په ځینو ایتونو کې ددې برعکس لیدل كېږی او ددې ښکارندوی دی، چې دین پر ځمکه د واکمنۍ او سیاست لپاره چې اصلي موخه ده، وسیله ده.

څښتن تعالی فرمايي:

{وعدالله الذین امنوا وعملوا الصالحات لیستخلفنهم فی الارض کما استخلف الذین من قبلهم ولیمکنن لهم دینهم الذی ارتضی لهم. الایه}(2)

(وعده کړې ده الله له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی دی له تاسې او كړی یې دی ښه (عملونه) چې قسم دی خامخا به خلیفه ګان کړي (الله) دوی په ځمکه کې لكه چې خلیفه ګان کړی یې وو هغه کسان چې پخوا وو له دوی نه او خامخا ثابت قوي به وګرځوی هرومرو (خامخا) دوی ته دین د دوی هغه (دین د اسلام) چې غوره کړی دی (الله) دوی ته).

په ښکاره دې ایت ایمان او نیك عمل پر ځمکه د واكمنۍ لپاره شرط ګرځولی.

له دا ډول پوهاوي څخه دا پایله لاس ته راځي، چې اصلي موخه دې واكمنی او سیاست وي، خو په حقیقت كې په دې ایت کې د واکمنۍ ژمنه په ایمان او نیک عمل کولو سره ورکول شوې ده او د واكمنۍ او شان کچې ته رسېدل د ایمان او نیک عمل د پایلې په توګه یاد شوی دی، نو د ځواک او سیاست ژمنه پر دین ورکړل شوې ده او د ژمنه کړی شوي څیز اصلی موخه ګرځول لازم نه دي.

{ وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ. الایه}(3)

(او که بېشکه دوی درولي وای (احكام د) تورات او انجیل (د احکامو په تعمیل سره یې) او هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی دوی ته له (جانبه د) رب د دوی (د محمد (ص) په وسیله) نو خامخا خوړلی به یې (میوې) له پاسه (د سرونو) خپلو او (غلې) له لاندې د پښو خپلو (د ځمکې نه) ).
په دې ایت کې ژمنه ورکول شوې، چې د تورات، انجیل، قران او سنت په پښو ودرولو سره به د روزۍ پراخی ورکول شی. اوس پورته ایت ته په کتو نشو ویلی، چې د دین موخه همدا ده، بلكې پر دیندارۍ ژمنه داده، چې دینداره کس به وږی او بربنډ پاتې نشی، نو ځکه ویلی شو، چې ژمنه كړی شوی څیز اصلی موخه ګرځول لازم ندی. په مخکنی ایت کې هم پر ایمان او نیک عمل د شان او سیاست ژمنه ورکول شوې ده، چې په یو ځانګړي ډول به ورته ورکول کېږي، خو دا به د دوی وروستۍ موخه نه وي.

په هر حال، څرګنده شوه، چې سیاست اصلی موخې ته د رسیدو لپاره (چې دین دی) یوه وسیله ده، خو باید دا پایله له دې وانخلو، چې سیاست په هیڅ شرایطو کې مطلوب نه دی، بلكې لدې څخه موخه د سیاست ځای ښودل دی. په خپله سیاست اصلي موخه نه ده، بلکې دین اصلی موخه او مقصد دی (4)”

حقیقت دادی، چې حکیم الامت په لنډو، خو ګټورو او له محتوا ډکو ټکو دا سکالو داسې څېړلې، چې په کې د هیڅ شک ځای ندی پاتې او د هغې لنډیز دادی چې:

نه د سیکولرېزم نظریه سمه ده، چې وایي دین باید په سیاست او حکومت کې هیڅ رول ونلري او نه دا نظریه سمه ده، چې د دین اصلي موخه سیاست او حکومت دی. اصله خبره داده، چې د دین اصلي موخه هغه ده، چې بنده له خپل څښتن (ج) سره تړاو رامنځ ته کړي او همدا تړاو د عباداتو او اطاعت په وسیله منځ ته راځي. سیاست او حکومت هم د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره وسیله ده. په داسې ډول چې نه سیاست په خپله اصلي موخه ده او نه د دین په پښو درول په سیاست پورې تړلی، بلکې سیاست اصلی موخې ته د رسیدو لپاره له اړینو لوازمو څخه دی. پر همدې بنسټ په اسلام كې سیاست او حکومت اړین او لازم دی، چې یادې موخې ته په رسیدو کې له انسان سره مرسته وکړي، خو هغه سیاست چې ددې موخې د بشپړولو پر ځای په دې کې د تغیر او بدلون لامل شي او هغه نیمګړی کړی، نو اسلامی ندی، كه څه هم اسلامي نوم یې پرې ایښی وی.

——-
1- الحج: 41
2- النور: 55
3- المائدہ: 66
4- اشرف السوانح، ج 4، خاتمة السوانح ص 28-29 ملتان چاپ.

لیکوال : مفتی محمد تقی عثمانی
ژباړه : عرفان الله لمر شرفزی

دوهمه برخه 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x