افغانستان

ځلاند: حکومت د ځان پر ضد غږ، د طالب په «ټاپه» خاموشوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند لیکي، حکومت د طالب له نومه په ګټه د ځان پر ضد ولسي غږ غلی کوي.

هغه په غزني کې د اربکیانو له لوري د ملکي وګړو وژنې په غبرګون کې د سلګونو تنو لاریون ته په اشارې لیکلي چې حکومت دا خلک طالب یا هم د طالبانو پلویان معرفي کوي.

هغه پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي: «د قره باغ د مظلوم ولس غږ له درېو ورځ په چیغو، چیغو د ژوند حق غواړي، د وژل شویو ماشومانو قاتلینو ته سزا غواړي، له حکومت څخه د عدالت او انصاف غوښتنه کوي. خو د ناروا حکومت چور واکي دا لاریون کوونکي ( طالبان یا طالب پلوه کسان) ګڼي، اوس به پوه شوي یاست چې د طالب ټاپه په چا او څنګه لګولی کیږي؟»

هغه پر ولس غږ کړی چې د اربکیانو پر ضد غږ باید نور هم تکرار شي او د دوی ټغر باید ټول کړل شي.

«اربکیانو، محلی پولیسو او دولتي ملیشو چې کوم ظلم په غزني کې وکړ چې د هلاکو او د چنګیز تاریخ یې تکرار کړ، د دوی خلاف د غزني د ولس غږ، د افغان ولس غږ دی، خوست کې بل مثال دی، د دوی ټغر باید ټول شي.»

د غزني پراخ لاریون چې څلورمې ورځې ته غځېدلی دی، په پلازمېنه کابل کې يې هم پر ملاتړ لاریون روان دی.

لسګونه ځوانان نن د عیدګاه مسجد مخې ته راټول شوي او له مرکزي حکومته په غزني کې د ستونزې هواری غواړي.

په ورته وخت کې د لاریون ځينې ګډونوال وايي چې دې غږ ته په لوی لاس قومي رنګ ورکول کېږي.

دوی وايي هغه کسان چې دا کار يې ترسره کړی، معلوم دي او د دولت اربکیان دي، باید ونیول شي او قانوني چلند ورسره وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x