نتنياهو: د سعودي هوايي کرښې د اسرائيلو پر مخ خلاصې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې سعودي د هند هوايي شرکت «ایر انډيا» ته اجازه ورکړې، چې د سعودي په هوايي کرښه اسرائیلو ته سفر وکړي او سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه د رد او يا تاييد په اړه څه نه دي ويلي.

نتنياهو دا څرګندونې په واشنګټن کې له امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره له ليدو وروسته رسنيو ته کړي دي.

سره له دې، چې د سعودي حکومت اسرائيلي رژيم په رسميت نه پېژني او پر اسرائيلو د هوايي کرښې د بنديز پورته کولو به دا معنا ولري، چې د دواړو هېوادونو اړیکې به په راتلونکي کې نورې هم پراخې شي.

اسرائيل او سعودي د ایران پر ضد د امریکا متحدين دي او هڅه کوي، چې په ظاهره ایران په سيمه کې کمزوری کړي او د نفوذ مخنیوی يې وکړي.

د هند هوايي شرکت تېره مياشت اعلان کړی و، چې هره اونۍ به د سعودي د فضا له لارې اسرائيلو ته درې پروازونه ولري، خو سعودي چارواکو هغه مهال ويلي و، چې هند ته يې د دې پروازونو اجازه نه ده ورکړې.

د اسرائيلو العال هوايي شرکت هره اوونۍ هند ته څلور پروازونه لري، خو دا سفر اوه ساعتونه نيسي؛ ځکه چې دا پروازونه د اتوبيا هېواد له لارې د هند ختيځ ته ځي او تر اوسه سعودي په خپله فضا کې د پروازونو اجازه نه ده ورکړې.

اسرائيلي رسنۍ وايي، چې د سعودي له لوري اسرائيلو ته په خپلې فضا کې د سفر ورکولو اجازې سره به د دوی هوايي سفر د اوو ساعتونو پر ځای نږدې څلورو ساعتونو ته راښکته شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

بلی هو فضاء څه چه حتی د سعودی مځکنی دهلیزونه هم د یهودو د توطئو په اشغال کی دی. پدې هکله لس ورځی مخکی د خپلو سترګو لیدلی حال: دروغجن د خدای دښمن دی: د مکی حرم په جنوبی برخه کی یعنی د النجم د هوټل او دا ستر شیطانی او ماسونی برج تر منځ یو تاریک غوندی ځای دی چه شاته ئې کوم بل عمارت د جوړېدو په حال دی، پدې ځای کی د خلکو تردد ډېر کم دی ځکه عمومی لیاره نده. موږ څلور کسان ؤ غوښتل مو د النجم هوټل څخه د ملک عبد العزیز جاده ده… نور لوستل »