هغه لس عادتونه چې ستاسو ذهن پیاوړی کولاي شي

عبدالجبار مطمئن

ځيني خلک داسي انګيري چې ګویا ذهني پياوړتيا او ځیرکتیا فطري (خدایې) شئ دی او ترلاسه کول یې شوني نه ده، خو دا آند بنسټ نه لري او په بشپړه توګه ناسم ګڼل شوی، څیړنو ددي آند عکس ثابت کړی دی. څيړني ښيې چې که¬چیري څوک د زده کړي او تعليم پر مټ د خپلو وړتياوو د پياوړتيا په لټه کې وي نو کولاي شي خپل د ځيرکتیا کچه جګه کړي. أوس پوښتنه داده چې په اوسني نړۍ کې څه¬رنګه په ورځنيزو چارو کې خپله وړتيا لوړه او د ځيرکتیا ګراف جګ کړو؟ ځواب دا چې تاسو باید دا لاندي لس کړني ترسره کړئ ترڅو ذهني پياوړتيا ترلاسه کړی…

1.له انټرنټ څخه په ځيرکتیا ګټه واخلئ… نن سبا چې انټرنټ، فیسبوک، ټليګرام، ټویټر، واټس اپ او نوري خواله رسنۍ د ژوند یوه نه بېليدونکي برخه ګرځيدلي او پريکون تري له امکانه وتلي خبره ده نو ښه دا ده چې دا تازه پدیده له ژونده ليري نه کړو بلکي سم مديریت یې وکړو نو پام مو وي چې خپل ټوله وخت د ټولنيزو شبکو په بي ګټي اړولو را اړولو مه تيروئ، وخت تر دي ډیر ارزښتناکه دی چې ساعتونه دي د فیسبوک د بيګټي کتني او یا بیهوده کمنټونو باندي تیر کړل شي. انترنت په معلوماتو او د زده کړي په بیلابیلو او خورا ډیرو ګټورو توکو ډک دی، پر انټرنټ تاسو د هر ډول موضوعاتو څيړنه کولای شئ، علمي موضوعات لوستلاي شئ، او ارزښناکي تحقيقي ويډيوګاني ليدلای شئ. خپل لږ وخت هم په دي چاره ولګوئ ترڅو د انټرنټ له ريښتيني خوند نه خبر شئ.

آیا تاسو خبر یاست چې جنوبي کوریا اوس له لمړنیو ټولګیو څخه زده کونکي د انټرنټ له سمي ګټي اخیستني سره روږدي کوي؟ په آی پډ تدریس کوي او له خپلو زده کونکو غواړي موضوعات خپله وڅيړي او پایله د نورو ټولګیوالو په وړاندي، وړاندي کړي؟ تاسي هم کولای شئ دا چاره ترسره کړئ.

2.تل خپل زده کړي موضوعات ولیکئ، لنډ نوټ د زده کړي په ځنګل کې د ښکار د خوندي تابه ښه لار ده. په ورځني ژوند کې داسي وخت ځانته ځانګړی کړئ ترڅو وشی کولاي خپل زده کړي شیان په یوه ځانګړي (او که ښکلي هم وي نو لا ښه ده) کتابچه کې وليکئ… دا چاره به ستاسو عقلي پیاوړتیا ډیره او علمي پانګه غني کړي. عربي ژبي کې مشهور متل دی چې وايې (العلم صیدٌ والکِتابة قَید) علم دي ښکار دی او لیکنه ورله پړی دی که دي ښکار وکړ او په پړي دي ټينګ نه کړ نو د ښکار خیر دي نسته، ژر تر ژره به دا ښکار ستا له لاسه ووځي.

3.د ځان لپاره مهال ویش جوړ کړئ او عمل پري وکړئ، په ځان بسیا او خوښي د ځيرکتیا دوه ستر اړخونه بللی شو دا دواړه به هله پوره په لاس درشي چې لمړی په ځان باور وکړئ چې کولای شم او په پوره ځيرکتیا خپل وختونه تقسیم کړئ او هري چاري ته مناسب وخت او ځاي په نظر کې وساتي او په پایله کې به د خوښۍ د لاسته راوړلو خوږي شيبي ولمانځي.

4.د ځيرکتيا او ذهن پياوړي کولو ځيني لوبي وکړئ، لکه شطرنج، د معمایې جدولونو ډکول، دا لوبي یوازي د وخت د سيځلو لپاره نه بلکي له وخت نه د ښه خوند اخیستلو او ذهن پياوړي کولو ښي لاري چاري جوړيدلای شي، دا تاسو یاست چې هوډ څرګندوی ترڅو ددي لوبو څخه څه ډول ګټه واخلئ، دا لوبي کم له کمه په اونۍ کې یوځل وکړئ.

5.د ځيرک کيدلو لپاره ځانته ځيرک او هڅانده دوستان پيدا کړئ او ناسته پاسته ورسره وکړئ، ترځان د ځيرک کس سره کښيناستل او مجلس کول د ځيرکتیا یوه ارزښتناکه لاره ده. کله چې تاسو د یوي موضوع اړوند یو ځانګړی نظر څرګندوئ نو وبه وينئ چې ستاسو ملګری یې په هکله څه نظر لري؟… تاسو به پوه شئ چې هغه د ملګري آند مو څومره په زړه پوري او زړه راکښونکی دی… کله به دده د نظر څرګندولو سره ستا خپل د نظر نیمګړتیا ته پام شي او په خپله ستونزه به پوه شي… نو خپل د منفي ټکو د اصلاح په موخه دا ستر ګام واخلئ. زه (لیکوال) کولای شم دلته په افغانستان کې د ځیرکو او هڅاندو ځوانان یوه بشپړه ټولګه لوستونکو ته معرفي کړم… هغه د نجم ځوانان دي چې د افغانستان په هر ولایت او نږدي هرګوټ کې پیدا کولای شئ.

6.ډیره مطالعه وکړئ، لوستل او مطالعه د هر انسان په ژوندانه کې بنسټيز رول لوبوي، د خپلي ځيرکتیا د کچي د لوړيدا لپاره تاسو ته اړینه ده چې د پخوانیو عالمانو او پوهانو آندونه او نظرونه د زړو کتابونو په پاڼو کې ولولئ ترڅو په هغه شيانو چې نن نه پوهیږئ سبا پري پوه شئ. او ترڅو له هغو ناخوالو بچ شئ کوم چې پخوانیو ازميلي او خپلي زریني تجربي یې ستا لپاره د کتاب په پاڼه کې قيد کړي، په ځوانۍ کې د خپلي پیاوړتیا او روحي هوسایني لپاره داسي کتابونه ولولئ چې د مهارتونو د قوي کولو او د وړیتاوو په پياوړتیا کې مرسته درسره وکړي. د هر کتاب د لوستلو وروسته د هغه یوه لنډه خلاصه د ځان سره وليکئ. دا به له یوي خوا ستاسو د ليکني او لنډون استعداد پياوړی کړي او له بلي خوا به، په سایټ او یا کومه مجله کې ستاسو د مطلب په خپریدا به تاسو و هڅول شئ او ستاسو هڅه لا زیاته ګړندی شي. او بله دا چې نورکله بیا مجبوره نه یاست چې د اړوندي موضوع په هکله درست کتاب ولولئ بلکي هغه غورچاڼ به درسره مرسته وکړي.

7.نورو ته خپل نظر وړاندي کړئ! انشټین وايې: که تاسو ونشو کړاي یوه موضوع داسي ماشوم ته ور وپوهوئ چې عمر یې (۶) کلن وي نو پوه شئ چې لا تراوسه خپله په موضوع باندي حاکميت نه لرئ. ځان ډاډه کړئ چې آیا تاسي خپله موضوع پوره زده کړي او هضم کړي ده؟ او بیا یې نورو ته وړاندي کړئ. ځان ډاډه کړئ چې کولاي شئ هغه څه چې تاسي له احمد نه واوریدل محمود ته واضح بیان کړای شئ.

8.ورزشي لوبي وکړه! سلیم عقل په سالم بدن کې وي. لکه څنګه چې د ذهن د پياوړتیا هڅه کوئ همداسي د جسم د پياوړتیا هڅه هم وکړئ، ځکه د جسم پياوړتیا د عقل په پیاوړتیا نیغ په نیغه اثر درلودلای شي. د سهارني ورزشي تمرین یوه ګټه داده چې ذهني فشار او رواني ستونځي لیري کوي او د ورځي په اوږدو کې د پياوړتیا احساس وړاندي کوي.

9.یوه نوي ژبه زده کړئ! د خپل ذهني طاقت د ډیرولو لپاره کولای شئ د نوي ژبي په زده کړه ترکیز وکړئ او په ورځنيز ژوند کې له تشو وختونو څخه ارزښتناکه ګټه پورته کړئ. که ستاسو پښتو، فارسي، عربي او انګلیسي زده ده نو بیا هم یوه نوي ژبه زده کړئ او ترکي، اردو او جرمني ژبو ته مخه کړئ. نن سبا ټکنالوژۍ له نړۍ نه یوه کوټه جوړه کړي چې پکي د نړۍ د بیلابیلو قومو، نژادونو او ژبو سره باید په خبره پوه شئ.

10.د استراحت لپاره وخت ځانګړی کړئ! کله په یوه آرام چاپیریال کې د استراحت یوه ښه زمينه ځانته برابره کړئ، دا به ستاسو په ذهني چټکتیا او ځراکت کې رغنده رول ولوبوي. تاسو چې کله استراحت کوئ نو ذهن مو هوسا کېږي او د بنسټیزو پلانونو د جوړیدا وړتیا تر لاسه کوي. استراحت به ستاسو د کار په کیفیت او ښه توب کې هم زیات مفید رول ولوبوي.

والسلام

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د