fbpx

سبحانه / منیب

رحمت الله منیب

تا نه وس تا نه همت غــــواړو سبحـــانه
پاک نبي باندې رحمت غـــواړو سبحــانه

ته واکـــدار د هـــرې چــارې یې خاونده
تا نه عفـوه مغفــرت غـواړو سبحـــــانـه

په غوښتنو کې یوه دا غوښتنه نغـــــاړو
روغــه سټه روغ صحت غـواړو سبحـانه

په دنیــــا د نعمتـــونــــو طلبګار یـــــــو
په عقبي کې هم جنت غـواړو سبحـــانه

په هیــواد کې مــو ویــالې د وینــو لاړې
بس ده نــور نو امنیت غـــواړو سبحـانه

چې وطن کې مــو ګلونه زرغــــونه شي
بـــارانونه کې کثرت غـــواړو سبحــــانه

چې له کــرکې نه د کرکې په لـور لاړ شو
مجلسونـــــه د الفت غـــــواړو سبحــانه

مخـــامخ چې تـــوري تېــــږي ته ولاړ یو
په حـــرم کې سکونت غــــواړو سبحــانه

چې مــو تله د اعمــــالو پــــرې درنه شي
ښه اخلاق او ښه سیرت غواړو سبحــانه

چې له ژوند څخه د ژوند خوندونه واخلو
ورورولي او اخـــوت غــــواړو سبحـــــانه

چې د بل په سپکاوي کې عـــزت ګــــوري
د هغو خلکو ذلت غـــــــواړو سبحــــــــانه

ما منیب چې در ته غبرګ لاسه اوچت کړو
کامیابي غواړو نصرت غـــواړو سبحــــانه

05/03/2018

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د