نړۍ

د پاکستان مشهور او نژادي سختدريځی سیاستوال الطاف حسین په لندن کې ونېول شو

نن ټکی آسیا: د پاکستاني رسینو له راپورونو سره سم، د لندن پولیسو نن مشهور پاکستان سیاستوال او د متحده قومي غورځنګ په نوم د هندي مهاجرینو د ګوند مشر الطاف حسین نېولی دی.

په لومړنیو ورکول شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې نوموړی د پیسو د پریمنځلو (Money Laundring) په جرم نېول شوی دی.

د لندن د سکاټ یارډ پولیسو هم د الطاف حسین نېونه تاییده کړې.

ویل کېږي، چې د لندن پولیس نن د دغه ښار په ایسټ ویسټ سېمه کې یوه کور باندې د چاپې اچولو پر مهال الطاف حسین نېولی او اوس مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

الطاف حسین چې له څو لسیزو راهیسې له پاکستانه جلا وطنه شوی او خپل هېواد ته د بېرته تګ قانوني اجازه نه ورکول کېږي، په لندن کې مېشت دی او وخت نا وخت خپلو پلویانو ته له هماغه ځایه احکام او لارښوونې استوي.

ښاغلی الطاف حسین چې تر ټولو قوي او مرکزي سېمه یې د پاکستان سند او په تېره بیا کراچۍ ښار ګڼل کېږي، عموماً له پښتنو او په ځانګړې توګه د باچان خان د نیشنل ګوند له پلویانو سره سختې ترپګنۍ او لانجې پالي.

د شنونکو په اند، د متحده قومي غورځنګ د ټولو غړو او پلویانو باور دا دی، چې له پښتنو نه د کراچۍ په ګټلو سره به د دغه ستر تجارتي ښار ټولې ګټې وټې دوی ته ورځي او ګواکي د سېمي اصلي اوسېدونکي او راج چلوونکي یوازې همدوی دي.

باید وویل، شې چې تېر کال هم د لندن پولیسو د الطاف حسین شخصي استوګنځی پلټلی و او په زیاته اندازه پیسې، مخدره مواد او وسلې یې ترې نیولې وي.

له هغې وروسته د انګلیستان د پولیسو او امنیتي او استخباراتي کړیو تر سختو فشارونو او څارنې لاندې راغلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x