افغانستان

بلخ: د قومندان په ګډون ۱۷ تنه اربکیان له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): د بلخ په چارکیند کې د اربکیانو د قومندان او مرستیال په ګډون ۱۷ تنه له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې قومندان جان محمد له خپل مرستیال رحیم شاه سره یو ځای د ۱۵ نورو ملګرو په ګډون دوی ته وسلې پر ځمکه ايښې دي.

دې اربکیانو چې د چارکیند په تندورک سیمه کې فعالیت کې په اړه يې د بلخ ځايي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.

طالبانو لیکلي: «ياد اربکیان د حقائقو په درک کولو او د ځایي مجاهدینو په هلو ځلو سره د مزدوري ادارې له کرغیړن صف څخه راجلا او د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شوي دي.»

د خبرپاڼې له مخې تسلیم شویو اربکیانو له ځانونو سره ګڼ مهمات هم طالبانو ته ور وړي دي.

تازه ځينو پوځي شنونکو د بهرنیو عسکرو په تړاو ویلي، چې افغان عسکر د ډال په توګه کاروي.

د دوی په وينا بهرني عسکر د دوی تر شا یا هم له پوځي مرکزونو یوازې پلان ورکوي او افغان عسکر يې عملي کوي، چې د دوی تلفاتو کې يې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x