ورزش

زمبابوې افغانستان ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د غوراوي سیالۍ یو ورځینۍ لوبه کې زمبابوې لوبدلې افغانستان ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه.

د زمبابوې لوبډلې پېل که څه هم کمزوری و خو وروسته د برینډ ټیلر او سکندر رضا په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او اږده ملګرتیا یې وکړه.

یو مهال داسې بریښېده چې زمبابوې به افغانستان ته له ۲۵۰ پورته هدف وټاکي، خو په حیراني شکل راشد خان د زمبابوې تکړه لوبغاړی سکندر رضا او دوه نور وسوځول او ټوله لوبډله یې ورته په ۴۳ اورونو کې په ۱۹۶ منډو وسوځوله.

د زمبابوې لخوا برینډن ټیلر ۸۹ او سکندر رضا ۶۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ او راشد خان ۳-۳، دولت ځدراڼ دوه او محمد نبي یوه ویکټ ترلاسه کړه، چې شاپور ځدراڼ او شرف الدین په کومه ویکټه اخیستنه بریالي نشول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x