نړۍ

سعودي عربستان کې پر اخوان پلوي کتابونو بنديز لګيدلی

نن ټکی اسيا: د سعودي عربستان چارواکيو د اخوان المسلمين په پلوۍ ليکل شويو کتابونو بنديز لګولی دی.

د سعودي الحيات ورځپاڼې د يو شمېر کتابتونو د مسؤولينو له قوله ليکلي، چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې لخوا ورته امر شوی، چې د سعودي عالم دکتور سلمان العودة او کويتي عالم دکتور طارق السويدان کتابونه له کتابتونو لرې کړي.

د کتابتونو مسؤولين وايي، چې چارواکيو ورته جدي امر کړی، چې د نوموړو عالمانو کتابونه ژر تر ژره له کتابتونو لرې او چارواکيو ته يې وسپاري.
د يو کتابتون مسؤول حسين الغامدي وايي، چې د نوموړو استادانو کتابونه تر ټولو زيات لوستونکي لري او خلک يې په ډېره مينه لولي.

ويل کيږي، چې نوموړي ليکوالانو د مرسي او اخوان المسلمين خواخوږي ګڼل کيږي او په خپلو ليکنو او تقريرونو کې د اخوان المسلمين په پلوۍ او د جنرال السيسي په مشرۍ کوتاديي رژيم پر خلاف خبرې کوي.

دغو علماوو د سعودي پر حکومت هم نيوکې کړي، چې د مرسي د حکومت په نسکورولو کې يې لاس درلود.

د يادونې وړ ده، چې د مرسي حکومت له نسکوريدو وروسته، مصر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو اخوان المسلمين تروريست ګوند اعلان کړ او د اخوان پر ټولو فعاليتونو يې بنديز لګولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x