
غزني: د اربکیانو ضد لاريون ته قصداً قومي رنګ ورکول کېږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): غزني ښار کې د اربکیانو پر ضد لاریون کوونکي وايي، دوی د کوم قوم پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی بلکې د اربکیانو وحشت لاریون ته اړ ویستلي دي.
دغه لاریون کوونکي په خواله رسنیو کې هغه نشرات ناسم بولي، چې د دوی لاریون ته قومي رنګ ورکوي.
په غزني کې روان لاریون څلورمې ورځې ته ورسېد، چې د قره باغ په شیر اباد کې د هزاره اربکیانو له لوري د دریو تنو د وژل کېدو په غبرګون کې را پیل شوی و.
خواله رسنیو کې ځينې فعالان دا لاریون د پښتنو له لوري د هزاره قوم پر وړاندې بولي، خو لاریون کوونکي وايي چې د دوی په منځ کې تاجک هم شته او پخپله هزاره هم برخه لري.
د دې لاریون یو تن مشر نقیب خاکسار پخپله فیسبوک پاڼه د لاریون د یو تن هزاره ګډونوال تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي يې دي: «زموږ هزارو وروڼو هم د حق چیغه پورته کړه، موږ ټول وروڼه یو افغانان یو، موږ عدالت غواړو!»
دغه مشر دا هم لیکي، چې حکومت په لوی لاس غواړي په غزني کې د مېشتو قومونو تر منځ بدي رامنځته کړي، کنه د ده په وینا د دې جرم عاملین اربکیان معلوم دي.
«حکومت په لوی لاس غواړي په غزني کې د مېشتو قومونو تر منځ بدي رامنټخه کړي، د دې مظلومو شهیدانو قاتلان معلوم او د دولت اربکیان دي، خو د نیولو لپاره يې اقدام نه کوي.»
اربکیانو څلور ورځې وړاندې په شیر اباد کلي کې په یوه کور چاپه واچوله، چې د یوې کورنۍ يې درې تنه ووژل، دوه يې ټپيان کړل او دوه نور يې ژوندي یووړل.
د دې پېښې په غبرګون کې نن په پلازمېنه کابل کې هم لاریون وشو، چې ګډونوالو يې په غزني کې سیمه ییزه اداره پر قومي نفرت اچوونې تورنه کړه.
د اربکيانو پر ضد دا لاریون لومړنی نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم په دې ولایت کې د اندړو اوسېدونکو څو ځلې د دې وسله والو پر ضد غږ پورته کړی دی.