افغانستان

کابل: ( د امنيتي تړون علمي او حقوقي ارزونه) کتاب مخکتنه وشوه

نن په کابل کې د کتاب ښار په د ناستو په تالار کې د حکمت الله ځلاند پر هڅو ترتیب شوي کتاب مخکتنه وشوه. په یاده ناسته کې چې علماوو، سیاسیونو او لیکوالو پکې ګډون کړی و د دې کتاب او په ټوله کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون اړوند هم بحث وشو.

دغه کتاب چې د ستراتېژیکو او سیمه ایزو څېړنو له خوا خپور شوی دی، پکې د اوولسو وتلیو شنونکو، سیاسي کارپوهانو، عالمانو او د نظر خاوندانو د پنځو میاشتو د پرلپسې ناستو نظرونه، تحلیلونه او شننې راغلې دي. په ناسته کې د ستراتېژیکو او سیمه ایزو څېړنو د مرکز مشر ډاکټر عبدالباقي عبدالکبیر ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او یاد کتاب يې په اوسنیو شرایطو کې یو ښه ګام وګاڼه. د کتاب ترتیب کوونکي حکمت الله ځلاند دغه کتاب د عامه پوهاوي د لوړاوي وسیله وګڼله او په خبره يې په کتاب کې د اوولسو وتلیو شنونکو او با خبره څېرو د منظمو ناستو نظرونه او د امنیتي تړون پوره ارزونه شامله ده.

ځلاند وویل چې په کتاب کې د دې هڅه شوې، ترڅو د امنیتي تړون ګنګستیا خلکو ته روښانه شي او یاد تړون په پټو سترګو لاسلیک نه شي.

د ځلاند په خبره په امنیتي تړون کې داسې مسئلې راغلې چې باید روښانه شي، مثلاً د تړون په اقتصادي برخه کې بهرني عسکر له هر ډول ګمرکي محصول او ټیکس پرته واردات او صادرات کولای شي، چې د غور وړ موضوع ده.

ورپسې د هېواد وتلي لیکوال او د ماليې وزارت مشاور استاد نجیب منلي خپلې خبرې پیل کړې، د استاد منلي په خبره دغه کتاب یوه علمي اوحقوقي ارزونه نه ده، بلکې د یوه فکر یو طرفه قضاوت او علم ته ښکنځل کول دي. د هغه په خبره علم باید بې طرفه واوسي. د استاد منلي له قوله په یاد کتاب کې د امنیتي تړون اړوند د مشورتي جرګې غړي له هېواد سره په (نه مینه) تورن شوي، چې لویه بې انصافي ده.

هغه وویل: دا کتاب د یو چا د خوشاله کولو لپاره لیکل شوی. د استاد منلي له لنډو خبرو وروسته د سلام پوهنتون استاد او په یاد کتاب کې د ناستو ګډونوال استاد عالم الدین اسیر وویل، چې بې طرفه علم یعنې هیڅ؛ د نوموړي په خبره علم باید هرو مرو یو اړخ ونیسي، دا چې د علم لپاره موضوع ټاکل کېږي، موضوع په خپله په یو اړخوالي دلالت کوي.

د هغه په خبره د هرې لويې جرګې هره خبره د منلو لایقه نه ده، په تېره مشورتي لویه جرګه کې لومړی باید د جرګې د اصولو څېړنه وشي، وروسته که رښتیا هم د جرګې خبره اورېدل کېدای، نو باید د جرګې له خوا وړاندې شوې نظرونه هم باید په نظر کې نیو ل شوي وای، په داسې حال کې چې بې له شروطو او نظرونو ټولو چارواکو او رسنیو همدا تکراروله چې لويې جرګې يې د لاسلیک پرېکړه وکړه باید لاسلیک شي.

استاد سید حبیب شاکر بیا د امنیتي تړون د هرې مادې او هرې کرښې څېړنه یوه مسوولانه کړنه وبلله او ويې ویل چې دا دکوم امتیاز په بدل کې نه ده ترسره شوې، یواځې د خپل ولس د پوهاوي په خاطر دغه څېړنه شوې ده. د نوموړي په خبره په کتاب کې باید شرعي اړخ شامل وای، چې قرآن اوحدیث په دغسې شرایطو کې د دغسې تړون اړوند څه حکم کوي.

لیکوال او د نظر خاوند حسن ولسمل د سترګو لیدلی حال شریک کړه او په خبره يې د تجربې له مخې وايي چې دغه تړون چې دی يې له مشورتي جرګې څخه راوتلی د افغانستان په ګټه نه دی.

د جمعیت اصلاح فرهنګي مسوول استاد عبدالفتاح جواد له نن ټکی اسیا سره په خبرو کې  دغه کتاب ځکه مهم وګاڼه، چې له قوله يې د امنیتي تړون متن یواځې د لوړپوړو مسوولینو ترمنځ ښکته پورته کېده او عام وګړي ترې خبر نه و.

په دې کتاب کې يې نه یواځې خلک ترې خبر کړي، بلکې د نظرخاوندانو پرې خپلې تبصرې هم ورزیاتې کړې دي.

ځوان کارپوه انجینر نظر محمد مطمئن هم ورته نظر لري، هغه وايي: اصلاً د امنیتي تړون پر متن هغه ورغوښتل شوې جرګه، لوړپوړي دولتي چارواکي، عام وګړي او د مقاومت لوری بېخې خبر نه وو، دا کتاب به نه یواځې عام وګړو ته؛ بلکې علمي اشخاصو او د تړون اړوند معلومات پیداکوونکو ته یوه ښه وسیله ده.

دغه کتاب په پوره مانا یوه علمي او حقوقي ارزونه ده.

هغه د نن ټکی اسیا د دې پوښتنې په ځواب کې چې، په ناسته کې ځینو د دې پر ځای چې پر علمي، اصولي او اساسي موضوعاتو خبرې وکړي د کتاب په الفاظو يې نېوکې کولې تاسې څنګه ارزوئ؟ وویل: دلته د مختلفو نظرونو خلک راغلي، آن هغه هم پکې وو چې د امنیتي تړون له لاسلیک سره همغږي دي، نو د دې پرځای چې پر کتاب علمي نقد وکړي، هغوی په بله لاړ او دا د خواشينۍ ځای دی ، چې لا  اوس هم په علمي کچه لفظي شخړو ته لمن وهل کېږي. د ده په خبر دا خلک علمي ځکه نه وو، چې علمي نقد يې نه شوای کولای.

د ناستې له ویناوال او د یاد کتاب د بحثونو له  ګډونکونکي استاد سیدحبیب شاکر نه مې وپوښتل چې تاسې هغو څرګندونو ته چې دا کتاب د یوه فکر یو طرفه قضاوت بولي څه وایاست؟ هغه وویل: دا ځکه د یوه فکر یوطرفه قضاوت نه دی، چې دلته  د هرې مادې مثبت او منفي اړخ څېړل شوی او نږدې د هر علم خاوندان پکې برخه وال وو.ilme siminar6

استاد سیدحبیب شاکر هغه څرګندونې چې ګواکې دغه کتاب علمي او حقوقي بنسټ نه لري، یاهم دیو چا د خوشالۍ لپاره لیکل شوی، د احساساتو زېږنده وګڼلې. سیاسي شنونکی وحید مژده هم یاد کتاب د عامه پوهاوي ښه وسیله بولي او په خبره يې باید علمي نقد پرې وشي، نه دا چې یواځې یو طرف ـ منفي یا مثبت ـ لوری يې را واخیستل شي. د هغه په خبره دا کتاب یو بې طرفه تحلیل دی.ilme siminar8

استاد وحید مژده وویل: په امریکا کې د افغانستان سفیر د دې تړون اړوند افغان دولت په لیک ليکلي وو، چې دا تړون زموږ په ګټه ځکه نه دی، چې امریکا غواړي خپلې ګټې خوندي کړي.

د مژده په خبره دا چې امریکا د خپلو ځواکونو د وتلو پلان بدل اعلان کړی دی، نو ښايي راتلونکی ولسمشر که تړون لاسلیکوي هم، باید له سره يې نوی کړي، دهغه په خبره ځکه خو د کتاب وخت هم یو څه تېر ښکارېږي. دیاد کتاب په داسې وخت کې مخکتنه کېږي، چې راتلونکو ټاکنو ته ولاړو دواړو نوماندانو دکابل او واشنګټن ترمنځ د یاد تړون د لاسلیک ژمنې کړې دي.

دا چې پر دې سربېره به دغه کتاب څومره ارزښت ولري؟ ایا دغه کتاب او د یاد مرکز هڅې به راتلونکی ولسمشر د تړون اړوند بدل موقف ته اړباسي؟ دغه او نورې پوښتنې مو د کتاب له ترتېبوونکي سره په مرکه کې حل کړې، چې په ادبي برخه کې يې شېبه وروسته مفصله لوستلی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x